د ۲۰۱۷م کال مهمې پيښې
دونالد ترمپ، د مهاجرت نړيوال کړکيچ، اتومي آزموينې او د #MeToo غورځنگ ـ دویچه ويله د دې او د ۲۰۱۷م کال د نورو مهمو پيښوانځورونو راټول کړي. يو څه داسې عکسونه هم دلته شته چې ښايي تاسې تر اوسه نه وي ليدلي.
بې ځای شوې
دا روهنگيايي ښځه د بنگال په بحر کې تر خطرناک سفر وروسته دلته رسیدلې ده. دا د نورو زرونو روهنگيانو په څير په خپل بودايي اکثريت لرونکي هيواد ميانمار کې د روزياتي له کبله تښتيدلې. په ۲۰۱۷م کال کې تر۶۰۰ زرو زيات روهنگيا گاونډي هيواد بنگله ديش ته مهاجر شوي دي.
ډار شوي
د عراق په موصل ښار کې دا پلار او لور له ترهگرۍ او روززیاتي تښتي. داعش تر درو کالو زياته موده دغه ښار او همدا راز د عراق او سوریې نور ښارونه نيولي ول. په دې وروستيو میاشتو کې دغه ډلې ډيري سيمې له لاسه ورکړې او د عراق حکومت موصل بيرته ونيو.
بې رحمه
د نړيوالو د غندنو او بندیزونو سره سره د شمالي کوريا مشر کم يونگ اون په ۲۰۱۷م کال کې خپل د توغنديو پروگرام ته ادامه ورکړه. پيونگ يانگ خپله شپږمه او تر اوسه تر ټولو ځواکمنه اتومي آزموينه وکړه. دې کار د امريکا متحدو ايالاتو او شمالي کوريا اړيکې ډيري زياتي زيانمني کړې.
خوښي
د يوه پير پای: د ۲۰۱۷م کال په نوامبر مياشت کې د زمبابوې ۹۳ کلن ولسمشر رابرت موگابې د ده د گوند او پوځ د فشارونو په نتيجه استعفا ته مجبور شو. ددغه پخواني ملي قهرمان د مطلق العنانې او زورزياتي ډکه۳۷ کلنه دوره په يو څو ورځو کې د پوڅ له خوا د کودتا په نتيجه کې پای ته ورسیدله.
محکوم شوی
تر دوهمې نړيوالې جگړې وروسته تر ټولو ناوړه جنايت: په سربرينيڅا کې رادکو ملادچ او عسکرو یې د دې ښځو د مړونو، زامنو او ورونو په گډون چې په دې انځور کې ليدل کيږي، ۸۰۰۰ بوسنيايي نارينه ووژل. دا ښځې ځکه خوښي کوي چې د دغه جنايت مجرم په جزا محکوم شو. رادکو ملادچ ته د عمري بند سزا ورکړل شوه.
یاغي
د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادرو د هغو په زرونو کسانو سره د زورزياتي لارښونه کړې وه چې په ۲۰۱۷م کال کې یې د هغه د مطلق العنان حکومت پر ضد مبارزه کوله. دغه هيواد په يوه ژور اقتصادي بحران کې ښکيل دی. د خپل واک د پراخولو په موخه مادورو د ملي پارلمان په مقابل کې چې د اپوزیسيون په کنترول کې دی، يوه سياله قانون جوړونکې جرگه گۍ رامنځته کړه.
ځپل شوی
د روسیې اپوزيسيون يو ځل بيا سر راپورته کړ. د اپوزیسيون د مشر اليکسې ناوالني په مشرتوب په لسونو زرو کسانو د روسیې په مختلفو ښارونو کې د ولسمشر ولاديمير پوتين په حکومت کې د فساد پر ضد احتجاجونه وکړل. د روسیې پوليسو مظاهره کوونکي په زور وشړل او په سونو نور یې بندیان کړل.
باجراته
هنرمنده روز مک گوان له هغو لومړيو ښځو څخه وه چې د هاليوډ د پروديوسر هاروې واينستاين له خوا یې د جنسي زورونې پيښې افشا کړې. د واينستاين افتضاح د قار او غوسې يوه څپه رامنځته کړه. په ټوله نړۍ کې په زرونو ښځو او نارينه وو پر ټولنیزو رسنيو د هیشتيگ # MeToo په کارولو د جنسي زورنو خپلې کيسې وکړې.
«جعلي»
د سپينې مانۍ د مطبوعاتو د برخې مشر شيان سپايسر د دې عکسونو سره سره هم پر ژورناليستان د ولسمشر دونالد ترمپ د لوړې مراسمو ته د راغلو خلکو د شمير په اړه د ناسمو معلوماتو د خپورو تور ولگاوه. دغه عکسونه ښيي چې په۲۰۰۹م کال کې د ولسمشر بارک اوباما د لوړې په مراسمو کې زياتو خلکو گډون کړې وو. دا په ۲۰۱۷م کال کې د دونالد ترمپ د نورو شخړو څخه يوه وه.
آرامه
بريتانوی فعاله شافيه خان پر خلکو هغه وخت ډير ښه تاثير پريښود چې د «انگلستان د دفاع ټولنه» په نامه سازمان د يوه مظاهره کوونکي سره مخامخ شوه او د هغه د تندو خبرو ځواب یې په مسکا سره ورکړ. د برېتانيا په برمنگهم ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې خان د هغي ښځې مرستې ته راغله چې پوړنې یې پر سر وو او ښی اړخو مظاهره کوونکو گواښلې وه.
خپلواکي؟
په بارسیلونا کې د اکتوبر پر لومړي نيټه د کاتالونيا د خپلواکۍ په موخه د ترسره شوي غير قانوني ريفرنډم په پلوۍ غونډه. د اسپانيا چارواکو پر نورو سربيره د پوليسو په کارولو سره د دې ريفرنډم د مخنيوي هڅه وکړه. هلته څو ځلي د ريفرنډم پر ضد او په پلوۍ مظاهرې وشوې.
د پام وړ
د کاناډا د «Iceberg Alley» د يخي غرونه د سيالانيانو له پاره ډير په زړه پوري دي. په عين وخت کې دا يوه نخښه هم ده چې اقليم څرنگه د بدليدو په حال کې دی. د نيوفاوندلند ساحلونو ته راښويدونکي د يخي ددغه غرونه شمير له يوه کاله بل ته زياتيږي. دغه ميلان څيړونکي انديښمن کړي دي.
سمبوليک
دا د آلمان په کسل ښار کې د هنرو د ۱۴ کلني فیستيوال د تر ټولو جالبې برخې انځور دی: د «Parthenon of Books» په نوم د دغه څلې د ارجنټاين هنرمندې مارتا مينوجن د هغو کتابونو څخه جوړ کړې وو چې د نړۍ په ځينو برخو کې بند او يا اوس هم بند دي. دغه کتابونه بيا د فيستيوال پر گډونوالو وويشل شول.
گران بيه
د ليوناردو داونچي د «Salvator Mundi» په نامه د عيسی عليه دغه انځور په بې ساري لوړه بيه خرڅ شو. دغه انځور چې د داونچي د۲۰ پيژندل شويو انځورونو څخه يو دی، په ۴۵۰ ميليون يورو وپلورل شو. د کرستي په نوم نيلام خونې له خوا ويل شوي چې دا انځور د ابوظبي د کلتور وزارت رانيولی دی او په «لورو» موزيم کې به کښېښودل شي.
افسانه
په لندن کې د «آيي ای ای ايف» د ورزشي سياليو پر وخت جستن گاتيلين د ۱۰۰ متره منډو د سيالۍ تر گټولو وورسته د جمايکا د څغاستې ستوري اوسیان بولت ته له احترامه پر گونډو شوو. بولت په ۲۰۱۷م کال کې په لسو اولمپيک لوبو کې د سرو زرو د مدالونو تر گټلو وروسته له دې لوبې سره مخه ښه وکړه. دی يوازينی تن دی چې ۱۰۰ متره واټن یې په ۹،۲ ثانيو کې وهلی دی.