1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۵ دقیقې خالص اکسیجن د تنفس کولو بیه ۴ ډالره

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د هند پلازمېنه نوی ډهلي چې ۲۵ میلیونه نفوس لري په نړیواله کچه یو له هغو ښارونو څخه دی چې تر ټولو ککړه هوا لري. د ښار فضا دومره ککړه شوې چې اوس په کې حتی د پاکې هوا د تنفس کولو له پاره د اکسیجن یو بار هم پرانیستل شوی.

https://p.dw.com/p/3TERP
Indien Neu Delhi Oxygen Bar
انځور: DW/J. Akhtar

د نړۍ په تر ټولو ککړې هوا درلودونکو لسو ښارونو کې د هند څو ښارونه شامل دي چې یو یي نوی ډهلي دی. هغه کسان چې په نوي ډهلي کې د هوا پاکولو اړوند مصنوعاتو د پير او پلور په برخه کې فعالیت کوي کاروبار یي ډير ښه روان دی.

خالص خوشبویي لرونکی اکسیجن

په پلازمېنې نوي ډهلي کې نه یوازې د هوا له ککړتیا څخه د حفاظت کونکو مصنوعاتو بازار تود دی، بلکې داسې «اکسیجن بار» هم پرانیستل شوی دی چیرې چې عام خلک کولی شي خالص اکسیجن تنفس کړي، هغه هم د ګلانو، لیمو او نورو بوټو د تیلو له خوشبویۍ سره.

د یو خاص قیمت په بدل د  (Oxy Pure)په نوم د اکسیجن په بار کې سړی کولی شي د ۲۹۹ هندي روپیو (د ۴ ډالرو معادل)په بدل کې د ماسک په وسیله ۱۵ دقیقې خالص اکسیجن تنفس کړي.

د نفوسو له پلوه د نړۍ د دویم لوی هیواد هند په پلازمېنې نوي ډهلي کې یوازې په تیرو دوو اونیو کې هوا دومره ککړه وه چې چارواکي مجبوره شول د عامه روغتیا په پام کې نیولو سره د بیړني حالت اعلان وکړي. يعني یوازې په ۱۴ ورځو کې دوه ځله د «پولوشن ایمرجنسي» یا ککړې هوا بیړني حالت له کبله یي ټول ښوونځي رخصت کړل او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې له خپلو کورونو څخه دې دباندې نه وځي.

د اُکسي پیور بار مالک وایي: «په نوي ډهلي کې د اکسیجن دا بار د خپل ډول لومړنی تجارتي سهولت دی چې عام خلک کولی شي د لږ وخت له پاره د دې ښار له ډیرې ککړې او ناپاکې هوا څخه ځان وژغوري.»

نوموړی زیاتوي چې د دوی بار ته په ورځ کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ تنو پورې داسې مشتریان ورځي چې هیله لري پاکه هوا تنفس کړي.

(dpa)sn-bs

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: