«د گوانتانامو زندان د تړلو تلاښ به وکړم»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبهاوباما د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۳۰) په يوه خبري غونډه کي وويل، اوس په دې تلاښ کي دئ، چي د گوانتانامو زندان د تړولو په مخ کي د کانگرس خنډونه ليري کړي.
اوباما له خبريالانو سره په خبرو کي وويل: «زه په دې باور لرم چي موږ به د گونتانامو زندان وتړو. زه فکر کوم چي موږ بايد متوجه اوسو چي گوانتانامو د امریکا د امنيت ساتلو له پاره ضروري نه ده.» هغه زياته کړه: «د دغه زندان ساتل گران دئ، په درد نه خوري، موږ ته په نړيواله کچه صدمه را رسوي، له همکارانو سره مو د تروريزم پرضد همکارۍ کوي او د افراطيانو د جلب او جذب سبب کيږي.»
د امریکا جمهور رئيس د گوانتانامو زندان د تړلو تلاښونه په ۲۰۰۸ کال کي پيل کړل او حتی په ۲۰۰۹ کال کي ئې د خپلي کاري دورې په لومړۍ ورځ د تړلو يو فرمان هم لاسليک کړ.
خو د امریکا متحده ايالاتو کانگريس د دغه فرمان ممانعت وکړ. وروسته له هغه چي په دې اړه له اوباما سره مقاومت ډير سو، هغه د دغي مسئلې څخه لاس واخيست.
له څو اوونيو راهيسي په گوانتانامو زندان کي د بنديانو له خوا د خوړلو نه اعتصاب، چي د رسنيو لومړی سرخط يې جوړاوه اوس ئې د امريکا له خوا د بشري حقونو پالل پر پوښتني لاندي راوستي دي.
د نه خوړلو اعتصاب پر پراخېدو دئ
د گوانتانامو زندان د پوځي چارواکو په خبره په دغه زندان کي له ۱۶۶ تنو څخه ئې ۱۰۰ تنو د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ. له دغي ډلي څخه بيا ۲۱ تنه د پزي له لاري په پيپ کي خاوړه ورکول کيږي. د دغو بنديانو ډيری له ۲۰۰۲ کال راهيسي بې محکمې په دغه زندان کي بنديان دي.
کله چي په دغه خبري غونډه کي له اوباما څخه په گوانتانامو کي د نه خوړلو د اعتصاب په اړه وپوښتل سول وويل، چي اميدواره دی چي يو بندي به هم په خطر کي نه وي. هغه اوباما وويل: «زه نه غواړم چي هغوی مړه سي» هغه زياته کړه: «پنتاگون تلاښ کوي، چي هلته حالت وڅاري.»
د اوباما په خبره، بېله محکمې د زندانيانو ساتل «زموږ د منافعو پر ضد دي او بايد خاتمه ورکړل سي». د راپورونو له مخي د دوشنبې په ورځ د گوانتانامو زندان هغي برخي ته چي د نه خوړلو اعتصاب پکښې دوام لري اضافه طبي پرسونل ولېږل سو.