«د گران بيه ډبرو د قاچاق مخه دي ونيول سي»
۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبهد دغو ولایتونو په لسونو تنو اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۳) په کابل کې د یوې غونډي پرمهال وویل چې له دغو ولایتونو څخه ګران بيه ډبري قاچاقيږي.
د غونډي گډونوالو وویل چې په کونړ او ننګرهار کې هغه غرنۍ سيمي چي گران بيه ډبري پکښې موندل کيږي، زياتره يې د حکومت پر ځای د طالبانو په ولکه کي دي، خو هغه لاري چې دغه قاچاقبران دغه ډبري ورباندي انتقالوي د افغان امنيتي ځواک په کنترول کي دي.
د کونړ چپه دره، ماڼوګي او خاص کونړ هغه سیمي دي چي د بیروج او کرومایتو ګران بيو ډبرو ډیر کانونه پکښې شته.
د غونډې يو تن گډونوال چي د کونړ ولايت اوسېدونکی دی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل هره میاشت د لسونو ميلیونو پاکستانیو روپیو په ارزښت قیمتي ډبري له کونړ څخه پاکستان او وروسته نورو ملکونو ته قاچاقیږي.
هغه وويل حکومت تورن کړ چې د دغه کاروبارد مخنیوي له پاره یي ډیر څه نه دي کړي: «د کانونو استخراج د حکومت کار دی نه د خپلسرو کسانو او دا ملي شتمني ده چي حکومت يې باید ساتنه وکړي.»
په غونډه کي د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ يوه اوسیدونکی شفیع الله بيا وويل چي په دغه برخه کي د حکومت له ډيرو قیوداتو سره سره بیا هم د قیمتي ډبرو قاچاق په خاصه توگه پاکستان ته جاري دی.
خو د کونړ ولايت د پوليسو مشر جنرال سيدخيلي وويل چي د کانونو په رايستلو او د گران بيه ډبرو د قاچاق په مخنيوي کې تر خپل وس پوري هڅه کوي.
هغه وويل د يو لړ غير مسئولو کسانو له خوا د کانونو د ناقانونه استخراج مخه يې نيولې ده، خو يوازي په هغو ځايونو کې چې د دولت په لاس کې دي: «زه د کونړ له اوسیدونکو غواړم چې له پولیسو سره مرسته وکړي تر څو د کشفي اواستخباراتي ادارو په مرسته هغه پولیس چي ویل کیږي په قاچاق کې لاس لري ونیسو، که چیري مو بیا و دغه کار و نه کړای شوای چي د قاچاق او ناقانونه کیندنو مخه ونیسو بیا موږ ملامت یو.»
د کونړ ولايت د قومي مشرانو په وینا چې نه یوازي قیمتي ډبري، بلکي د دغه ولایت د ځنګولونو بې باکه وهل هم روان دي په داسي حال کې چې دغه کار حکومت جرم ګڼلی دی.
ویل کیږي چي یو شیمر سیمه يیز زور واکان هم د کانونو په ناقانونه استخراج او قاچاق کې لاس لري چې تر ډیره مرکزي حکومت هم ورباندي خبر دی.
تیر کال په ختیځو ولایتونو کې د قیمتي ډبرو د کاروباریانو ټولني په یوه رسمي راپور کې ویلي ول چې له دغو ولایتونو څخه په ۱۳۹۱ کال کې د نزدې د زرو ميلیونو افغانیو په ارزښت گران بيه ډبري یوازي پاکستان ته قاچاق شوي دي.