د ګوګل په انځورونو کې idiot پلټني ډیر خلک حیران کړي
۱۳۹۷ مرداد ۲, سهشنبهکه چیرته د ګوګل د انځورنو په برخه کې د idiot کلمه ولیکل شي او د سرچ یا پلټني پر تکمې کلیک وکړل شي، نو په پایله کې به تاسې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ ګڼ شمیر انځورونه ووینئ. دغه څه په ځیرک تلیفونونو، ډسکټاپ کمپیوټرونو او یا هم په ټبلټ کې یو شان دي.
د «هنډلز بلاټ» په نامه په آلمان کې یوې اوونیزي اقتصادي مجلې ویلي چې دغه څه په اصل کې د «Googlebombing» په نتیجه کې پیښ شوي. د انلاین بمباري د کمپیوټري یا انترنتي هیکرانو یو بې زیانه برید وي چې په پایله کې یې د ګوګل په شان د سرچ انجنونو په پایلو کې تغیرات راوستل کیږي.
د «هنډلز بلاټ» په نامه دغې آلمانۍ مجلې په خپل رپوټ کې لیکلي چې ناپیژاندو هکرانو د ګوګل د انځورونو د پلټنې په ځای کې د idiot د لیکلو په پایلو کې داسې بدلونونه راوستي چې له هرې بریښنايي وسیلې څخه د همدې کلمې په پایله کې د ولسمشر دونالد ترمپ ګڼ شمیر انځورونه مخې ته راځي.
ګڼ شمیر څیړونکو بیا ویلي چې دغه کار ګوګل په خپله نه دی کړی، بلکي دغه کار د ناپیژاندو هکرانو دی. په عین وخت کې د «Stern» یا شترن په نامه یوې بلې آلمانۍ اوونیزې بیا په خپله انترنتي پاڼه کې لیکلي چې پر ګوګل باندې د هکرانو دغه برید د دې ښکارندويي کوي چې څرنګه انلاین هکران د نړۍ د سترو سرچ انجنونو لکه پر ګوګل باندې هکري بریدونه کوي او د یوه لټون پایلې په خپله غوښه بدلوي.