د «ګرين هاوس» د زده کړو مرکز: پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو له پاره د اميد څرک
پاکستان کې یو غیر انتقاعي روزنیز مرکز د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې. پاکستان کې زرهاوو افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومان یواځې په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو اجازه لري، خو ډېری کورنۍ د میاشتنیو لوړو لګښتونو توان نه لري.
اوس د «ګرين هاوس» يا زرغون کور په نوم یوه روزنیز مرکز پاکستان کې سلهاوو افغان کډوالو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د «ګرين هاوس» روزنیز مرکز مسؤل مهدي بشري، پلازمینه اسلام آباد کې نیږدې ۴۰۰ افغان کډوالو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی بشري وايي: «ما په خپلو شخصي امکاناتو دغه مرکز د بهاره کو په سیمه کې جوړ کړی دی.» د بشري په خبره، په دې مرکز کې لس ښوونکي کډوالو ماشومانو ته زده کړې ورکوي. ددې مرکز ډېر زور د انګلیسي ژبې پر زده کړې دی.
د ماشومانو سربیره، د لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره هم چې له زده کړو پاتې وي، د سواد زده کړې او انګلیسي ژبې کورس اسانتیا برابره شوې ده.
ویل کیږي، د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر په ۴مه پاکستان کې څو افغان خصوصي ښوونځي تړل شوي. خو لاهم د اسلام آباد په ځینو سیمو او د پاکستان په نورو ښارونو کې افغان کډوال په خصوصي او شخصي امکاناتو خپلو ماشومانو په ځانګړي توګه نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي.