د ګابُن پوځي چارواکو د واک ترلاسه کولو اعلان وکړ
۱۴۰۲ شهریور ۸, چهارشنبهد اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، د ګابُن هیواد د یوې پوځې ډلې نژدې لس چارواکي د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د دغه هېواد په ملي تلویزیون کې راڅرګند شول او واک ته د رسېدو اعلان يې وکړ. دوی د ولسمشرۍ تازه ترسره شوي انتخابات چې پخوانی ولسمشر، علي بونګو، په کې د دريم ځل له پاره ګټونکی اعلان شوی وو، لغوه اعلان او له خلکو يې وغوښتل چې خپل آرام پاته شي.
د دغې پوځې ډلې يو ویاند وویل: «موږ یو ځل بیا ملي او نړېوالې ټولنې پر وړاندې د ګابُن ژمنو ته په درناوي ټينګار کوو.»
په ګابُن ۲۴ تلویزيون راڅرګند شوو چارواکو وويل چې دوی د ټول هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو استازيتوب کوي. هغوی وويل چې د انتخاباتو پاېلې لغوه شوي، ټول سرحدونه تر امر ثاني پورې تړل شوي او ټول حکومتي بنسټونه منحل دي.
دغو چارواکو وويل: «د ګابُن د ولس په نوم... موږ تصمیم ونيوه چې له سولې څخه دفاع او موجوده رژیم ته د پای ټکی کيږدو.»
په سیمه کې د رويټرز خبري آژانس یو خبريال وويل چې په تلویزیون کې تر دغه اعلان وروسته ېې په پلازمينه، ليبرويل، کې د ډزو لوړ غږونه اورېدلي دي. خبرځای زیاتوي چې تر اوسه د اوپيک غړي دغه هېواد د حکومت له لوري کومه اعلاميه نه ده خپره شوې.
د ګابُن حکومت د شنبې په شپه د ټول هېواد په سطحه ګرځبنديز اعلان او انترنت یې قطع کړی وو. دغه اعلان داسې وخت وشو چې د نوو محلي رهبرانو، قانون جوړونکو او د ګابُن راتلونکي نوي ولسمشر د ټاکلو له پاره عمومي انتخابات نور د پای ته رسېدلو په حال کې وو.
ګابن په مرکزي افریقا کې د انتلانتيک سمندر په سواحلو کې پروت دی چې د طبيعي زېرمو له اړخه يو غني هېواد دی.
ګابن له ۱۹۹۰ راهيسې څو ګوندي سیستم ته ورګرځېدلی دی، خو په دغه موده کې ېې د هرې رای اچونې پروسه له تاوتريخوالو سره مله پاتې شوې ده.
د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې حتی د حکومتي ځواکونو او اعتراض کونکو تر منځ نښتې وشوې چې د دولتي ارقامو پر اساس، څلور تنه په کې ووژل شول، په داسې حال کې چې مخالفانو بیا د مړو شمېره تر دې لوړ ښودله.
(Reuters, AP)mks/nz