1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کډوالو کمپ کې پولیسو عملیات کړي

۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبه

د آلمان پولیسو د آلمان په هامبورګ ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې عملیات کړي دي. د رپوټونو په حواله، د یو ډول ګاز د استفادې له کبله د څو تنو کډوالو روغتیايي وضعیت خراب شوی وو چې ورته روغتیايي خدمات رسول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4bVcC
د آلمان پولیسو ویلي دي چې د هامبورګ ښار اړوند د کډوالو په یوه کمپ کې یې عملیات کړي دي.
د آلمان پولیسو ویلي دي چې د هامبورګ ښار اړوند د کډوالو په یوه کمپ کې یې عملیات کړي دي.انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د آلمان پولیسو ویلي دي چې د هامبورګ ښار اړوند د کډوالو په یوه کمپ کې یې عملیات کړي دي. د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ جنورۍ ۲۰ نېټه) پولیسو وویل چې د کډوالو په دغه کمپ کې د یو ډول ګازو د استفادې له کبله یو شمیر کډوال ناروغ شوي دي او دا چې دوی ته روغتیايي خدمات رسول شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، شپږ ماشومان او یو د ډیر عمر لرونکی کس د تنفسي او سترګو د ستونزو له کبله ناروغ شوي دي. پولیسو ویلي چې یادو کسانو ته یې په سیمه کې روغتیايي خدمات رسولي او دا چې د روغتیايي وضعیت تر ښه کیدو وروسته یې ترې غوښتنه کړې چې په خپلو استوګنځایونو کې پاتې شي.

آلمان: د مهاجرو د ډله ایز اخراج په اړه پر پټې غونډې نيوکې

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې دغه ګاز چا او ولې د کډوالو په کمپ کې استفاده کړی دی. پولیسو زیاته کړې چې دوی د پیښې په هکله پلټنې پیل کړي. د یادې پیښې په هکله د ټاګ ۲۴ په نامه یوې آلمانۍ رسنۍ رپوټ خپور کړی وو.

د آلمان په هامبورګ کې دغه پیښه داسې مهال کیږي چې دغه ښار په دې وروستیو کې د ښي اړخو افراطیانو پرضد د یوه پراخ لاریون شاهد وو
د آلمان په هامبورګ کې دغه پیښه داسې مهال کیږي چې دغه ښار په دې وروستیو کې د ښي اړخو افراطیانو پرضد د یوه پراخ لاریون شاهد ووانځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د آلمان په هامبورګ کې دغه پیښه داسې مهال کیږي چې دغه ښار په دې وروستیو کې د ښي اړخو افراطیانو پرضد د یوه پراخ لاریون شاهد وو چې پکې زرګونو کسانو برخه اخیستې وه.

آ.ژ / خ. ح / ا.و.ا