د کډوالو نړیواله ورځ: د کډوالو کړاونه ډېر شوي
۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سهشنبهد ژغورنې نړیوالې کمیېټې يا «ای ار سي» د مرستندويه ټولنې د مالوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱۰ میلیونه خلک چې ډېری یې د تاوتریخوالي او جګړو له امله بې ځایه شوې دي له ډېر فشار سره مخ دي او کړاونه ګالي.
اړوند مطلب: يونان: د ډوبي شوي کښتۍ د قربانيانو شمېر زیات شوی دی
د ژغورنې نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ په برلېن کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي، چې د جبري بې ځایه شویو کډوالو څلور پر پنځمه برخه یې په شلو هېوادونو کې ژوند کوي او د دې انتظار کیږي، چې په راتلونکو کلونو کې به تر ټولو بد بشري بحران تجربه کړي.
د بې ځایه شویو په منځ کې، ښځې او ماشومان او یا د ال جي بي تي کیو ټولنې غړي اکثرا د دې کړکیچ زیان زغمي. دوی په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالی، روغتیایی پاملرنې ته د محدود لاس رسي او زده کړو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخامخ دي.
اړوند مطلب: اروپايي هيوادونو د کډوالۍ مقرراتو د سختولو پرېکړه وکړه
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې، د روان کال په مې میاشت کې شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ماشومان، ښځې او نارینه د ځورونې، تاوتریخوالي او جګړو له امله بې ځایه شوي دي.
د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشر ډیویډ میلیبنډ وویل، چې دغه شمېره د «یوه نړیوال سیسټم د ماتې یو غمجن ثبوت دی.»
هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه کډوال په ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې ژوند کوي، خو شتمن هیوادونه په زیاتیدونکې توګه د پناه غوښتنې منل شوي حقونه محدودوي.
اړوند مطلپ: "نړۍ کې د لوږې کړکیچ، کډوالي به ډېره شي"
میلیبنډ وویل: «د اندیښنې وړ خبره دا ده، چې ۳۰ میلیونه داخلي بې ځایه شوي خلک چې د اقليمي ناورينونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي، په دې انديښمنونکي شمیر کې نه دي شامل شوي. د دې بې ځایه کیدو پنځمه برخه په لږ پرمختللو هیوادونو او کوچنيو ټاپويي هیوادونو کې پیښ شوي دي، کوم چې د اقلیم بحران په رامنځته کولو کې خورا لږه ونډه لري، خو د هغې له خوا ډیر سخت اغیزمن شوي.
dw- fz.bs