1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندهار نساجي فابریکه بیا فعاله شوې»

امید دیدار
۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعه

په کندهار کې د طالبانو ادارې چارواکیو خبر ورکړی دی، چې د دغه ولايت نساجي فابريکه تر اتلس کلن ځنډ وروسته فعاله شوې ده. ويل شوي دي چې اوس د دغې فابریکې ۴۰۰ ماشینونه فعال شوي دي.

https://p.dw.com/p/4j2rl
کابل کې د تار یوه کارخونه
د ارشیف انځور: د کابل یوې کارخونې کې تولید شوي تارونه تنظمېږيانځور: Getty Images/S. Marai

په افغانستان  کې د طالبانو  ادارې خبر ورکړی دی چې د کندهار د نساجي فابریکه یې له ۱۸ کلن ځنډ وروسته بیرته فعاله کړې ده.

د کندهار د نساجۍ فابریکې رئیس مولوي محمد سلیم صابر، دویچه ویله ته وویل، چې دغه فابریکه یې میاشت مخکې فعاله کړې او دمګړۍ پکې د ۳زرو ماشینونو له جملې ۴سوه فعال شوي دي.

نوموړي وویل، چې اوس په نساجۍ نخي فابریکه کې له پنبې څخه روغتیا، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز د استخباراتو ادارې ته بېلابېل توکي او د دریشي ټوکر تولیدېږي.

صابر وویل: «په لومړي قدم کې زموږ تولید د خپلو ادارو لکه عامې روغتیا وزارت، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست له پاره دي. موږ ټولو ته اطمنان ورکوو چې زموږ ټول تولیدات له کورنیو وړیو څخه دي.»

اړوند: «د بې روزګارۍ په اوج کې پر ځان بسیا مېرمنې»

دی وايي، که چېرې د دغې فابریکې ټول ۳زره ماشینونه فعال کړای شي، نو ۱۲زره کسانو ته به پکې کاري موکې برابرې شي. د کندهار نساجي نخي فابریکه په کال کې د ۶۶۹۲ ټنه پنبې د پروسس او د ۴۰ میلیونه متره ټوکر د تولید ظرفیت لري.

هرات کې د یوې کارخونې څنډه
د ارشیف انځور: افغانستان کې د نړیوالو مرستو بندېدو سره اقتصاد هم ژوبل شویانځور: DW/S. Tanha

د نساجي فابریکې د پشمي برخې مشر مولوي موسی کلیم الله جهادوال، هم زیاته کړې ده چې دا مهال په دغې فابریکه ۶۴ ماشینونه فعال دي. په دغه فابریکه کې هم له وطني او بهرنیو وړیو څخه د غالیو تارونه، کشمیره، پټو، شال، توس، شړۍ او نور توکي تولیدېږي.

د کندهار د نساجۍ پشمي هم په کال کې د ۱۰۰۰ټنه پنبې د پروسس ظرفیت لري، چې ۱ میلیون متره ټوکر پکې تولیدېدای شي.

اړوند: ننګرهار کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي دي

د طالبانو  ادارې د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه د افغان انجینرانو له لوري د شپږو میاشتو په موده کې فعاله شوه، چې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د ځینو کورنیو رسنیو د رپوټونو له مخې، د دغې فابریکې په بیا فعالولو کې یو شمېر پاکستانیو انجنیرانو هم برخه لرله.

د کندهار یوه اوسېدونکي بخت محمد ریحان، دویچه ویله ته وویل، د دغې فابریکې بیا فعالېدو ته خوښ دي او هیله لري، چې د غیرفعال ماشینونو په فعال کېدو سره به پکې زرګونو کسانو ته کاري موکه برابره شي.

د دغې فابریکې یوه کارکوونکي محمد ویلي دي چې دا مهال څلور سوه ماشینونه هره ورځ په دوو بېلابېلو شیفټونو کې ټوکر، تار او نور توکي تولیدوي. د کندهار ولایت د نساجۍ نخي او پشمي فابریکې په ۱۳۵۶ کال کې د روسي او جرمني کمپنیو له لوري جوړې شوي دي، چې اتلس کاله یې غیرفعاله وې او اوس بیرته فعالې شوي دي.

پوهه:د نساجیو زهرجنې فاضله اوبه: گجرات غواړي هغه پاکې کړي

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.