1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

د کریکټ نړیوال جام کې نن د افغانستان دریمه لوبه ده

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

د کریکټ د نړیوال جام په درشل کې نن افغانستان له انګلستان سره خپله لوبه ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/4XYI3
په هند کې د ۲۰۲۳ کال د کریکټ نړیوال جام سیالۍ
په هند کې د ۲۰۲۳ کال د کریکټ نړیوال جام سیالۍانځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان دریمه لوبه ده، د کریکټ افغان ملې لوبډلې خپلې دوې لوبې بنګلدیش او هند ته بایللې دي.

انګلستان په روان نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه چې د نیوزيلند سره وه، وبایلله، خو دویمه لوبه یې بیا په لوی توپیر له بنګله دیش څخه وګټله.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله به د انګلستان ملي لوبډلې پر وړاندې د ډيلي په ارون جټلي کرکټ لوبغالي کې لوبه پیل کړي.

د ډیلې دمیدان پیچ د توپوهنې له پاره ښه دی، دواړه لورې به د امکان تر حده هڅه وکړې چې ښه کټه ترې پورته کړي.

ستاسو په اند نننۍ لوبه به د چا په ګټه وې؟

 

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai