د کروويشيا او ارجنټاين ترمنځ لوبي انځورونه
د کروويشيا فوټبال ملي لوبډلي د نړيوال جام سياليو په D گروپ کي خپله دوهمه لوبه له ارجنټاينه وگټله. کروويشيان يو پر اتم فاينل ته ووتله او ارجنټاين بايد په دغه گروپ کي د نورو لوبډلو پايلو ته شېبې و شماري.
د پنجشنبې په ماښام د فوټبال د نړيوال جام په گروپي سياليو کي کروويشيا د ارجنټاين په مقابل کي ميدان ته راووتل او لوبه يې ۳ پر صفر وگټله. ارجنټاين په دغه گروپ کي خپله لومړۍ لوبه له ايسلند سره مساوي کړي وې او کروويشيا له نايجيريا څخه گټلې وه.
د دغي لوبي ننارې ته ۴۴ زره نندارچيان په لوبغالي کي راټول سوي ول چي پکښې د ارجنټاين مينه والو د ليونل مسي مخ ايښي وو.
په لوبغالي کي د کروويشيا نندارچيان ډېر ول.
ليونل ميسي او ياران يې چي بريا ته ئې سخته اړتيا لرله، له داسي يوه حريف سره مخامخ سول چي له تاکتيکي اړخه ډېر هوښيار ول او سختي حملې يې کولې.
لوبه ډيره تيزه روانه ول او د دواړو لوبډلو لوبغاړو کوښښ کاوه چي ژر گول ولگوي، خو د لوبي لومړۍ نيمايي صفر صفر پای ته ورسېده.
کروويشيا لوبډله وتوانېدي چي په ډېر مهارت سره ليونل ميسي کنترول کړي او خپل حريف تر فشار لاندي کړي. د لوبي په ۵۳ دقيقه د ارجنټاين لوبدلي د گول ساتونکي له غلظۍ څخه کروويشيان گټه واخيسته او لوبه ئې يو صفر پخپله گټه روانه کړه.
د ارجنټاين پخوانی ستوری او اتل هم په نندارچيانو کي وو.
ارجنټاين چي د نوو لوبغاړو په داخلېدو سره د لوبي د مساوي کولو تلاښ کاوه، په ۸۰ دقيقه کي بل گول هم وخوړ. لوکا مودريچ نه يوازي پر ميسي باندي کړۍ راگرځولې وه، بلکي گول ئې هم وواهه او بله ئې دوه پر صفر د کروويشيان په گټه روانه کړه.
د لوبي په وروستيو کي د ارجنټاين تيزه لوبه او حملې د دې سبب سوې چي کروويشيا ته نورو حملې زمينه برابره کړي. د لوبي په وروستيو شيبو کي ايوان راکتيتيچ دريم گول وواهه او د ارنجټاين د گټلو هيلي ئې له خاورو سره خاوري کړې.
په دې لوبه کي د ارجنټاين کپيتان او ستوری ليونل ميسي چندان و نه ځلېد او له ميدانه نا اميده ووت.
د فوټبال د نړيوال جام سياليو په D گروپ کي نو اوس کروويشيا د دوو لوبو په گټلو سره يو پر اتم فاينل ته ووتله او ارجنټاين بايد خپله وروستۍ لوبه وگي او په عين حال کي بايد په دې گروپ کي د خپلو رقيبانو ايسلند او نايجيريا د ناکاميو په تمه وي.