«د کرونا واکسين ممکن د ۲۰۲۱م کال په منځ کې جوړ شي»
۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبهپه حاضر وخت کې د نړۍ مختلف هيوادونه د ګډو پروژو له لارې هڅه کوي تر څو د کرونا ويروس واکسين ژر تر ژره جوړ او بازار ته يې راوباسي. په دې لړ کې تر اوسه، د واکسين ۲۰ نمونې د کلينيکي آزموينې تر پړاوه پوري رسيدلي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د تحقیقاتو د څانګې مشرې، سوميا سواميناتان، د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) سره په مرکه کې ويلي دي چې تمه کيږي چې د کرونا يا کوويډ-۱۹ ناروغۍ له پاره د لومړني واکسين د جوړيدو کار، د ۲۰۲۱م کال تر نيمايي پورې په بريا سره پای ته ورسيږي.
د ډيرو واکسينونو تر توليد وروسته، ممکن د هغو له منځه لږ تر لږه هغه يو يې چې د راتلونکې کال تر نيمايي پورې يې ښې مثبتې پايلې درلودلي وي، په پراخه توګه د استفادې وړ وګرځي. خو میرمن سواميناتان دا هم ویلي دي چې «البته دغه څه د وړاندوينې وړ نه دي.»
د هغې په خبره: «اوس شل نوماند واکسينونه د کلينيکي څيړنو په مرحله کې دي. په دې دليل موږ ډاډه يوو چې ځيني واکسينونه به کار ورکړي.» د دغو آزموينو لومړنيو نتايجو ته به ښايي د ۲۰۲۱م کال په لومړيو کي لاسرسی ممکن سي.
خو هغه پر دې سربيره ډيره هيله منده هم ده: «که داسې فرض کړو چې د هر نوماند واکسين له پاره د بریا ۱۰ سلنه احتمال هم موجود وي، دا په دې معنی ده چې يو يا دوه واکسينونه کولای شي بریالي وي. شاید حتی تر دې هم ډير.»
دا چې خنثی کوونکې انټي باډي په ځينو ناروغانو کې تر يوې مودې وروسته له منځه ځي، ناهيلې کوونکې نه ده. دغه مسئله د بدن د دفاعي سيستم په اړه شته انديښنې کموي.
mks/nz/na/pa (dpa)
زموږ له آرشیف څخه په دې هکله یو ویډیويي راپور دلته کتلی شئ.