د کرونا محدوديتونو پر وخت له دغو ۱۰ وړاندیزونو ګټه واخلی
تر هغه وخته چي له کرونايي محدودیتونو څخه خلاصیږو، په اطمینان سره به ډیر وخت تیر سي. خو بیا هم کولای سو په دغه حالت کي د ځینو لارو چارو په مرسته په ژوند کي بدلون راولو. مثلاً ددغو لسو وړاندیزونو په مرسته:
مثبت فکر وکړو!
که وغواړو یا ونه غواړو، کرونايي محدودیتونه به د یو څه وخت له پاره همداسي دوام وکړي. دوامداره عصبانیت او اندېښنه ددغه وضعيت په تغییر کي کومه مرسته نه کوي. مهمه داده چي مثبت فکر وکړو او مثبت کارونه ترسره کړو. د مثال په ډول له دوستانو سره صمیمانه خبري، یو ښه خبر او یا یو ښه کار چي ترسره سوی وي. مثبت فکر کول ژوند په هر صورت آسانه کوي.
تفریح او استراحت
کرونا د ژوندانه پر ټولو اړخونو خپل سیوری غوړولی. که خبرونه لولو یا يې اورو، که له چا سره خبري کوو، د هغې تیاره سیوری هرځای پروت دی. سړی باید له دغو خبرونو، ټولنیزو رسنيو او رسنیو څخه واټن ونیسي. له هغو کسانو څخه لیري سي چی منفي فکر کوي. له هغو کسانو سره نژدې سئ چي یوه بله آزاده فضا رامنځته کوي. داسي کسان چي ورسره وخاندو او د خوشالۍ احساس وکړو.
له همدا اوس څخه خوند واخلو
ډیر وخت د یوه بل ښه وخت یا ساعت په تمه یو. خو د هغه څه په هکله لږ فکر کوو چي لرو یې. ښايي همدااوس تر دې ډیر خوشبخته اوسو چي په اړه يې فکر کوو. موږ هغه وخت متوجه کیږو چي په شعوري ډول ژوند وکړو. که اوسنیو محدودیتونو ته د یوه چانس په سترګه وګورو بیا نو درک کولای سو چي څومره وخت لرو او کولای سو ورڅخه ښه استفاده وکړو.
روزمره کارونو ته دوام ورکړو
د کرونا وبا زموږ ژوندانه ته له بېخه بدلون ورکړ. ډېر شیان د پخوا په ډول نه دي. پخوا به مو څومره له کافي وخت نه لرلو څخه شکایت کاوه او غوښتل مو چي یو څه نور وخت هم ولرو. خو پرته له روزمره کارونو څخه هم ژوند سخت دی. که د هر کار په مقابل کي د مثال په ډول، له خوبه پاڅیدلو، ډوډۍ خوړلو او یا هم سودا اخیستلو پر وخت د پخوا په شان عادي چلند و نه کړو، نو د ژوند رشته به مو له لاسه ووزي.
باید حرکت وکړو
په عادي حالت کي مو د اوس په پرتله ډیر حرکت کاوه.، ډیر تګ مو کاوه او حداقل به سودا اخیستلو ته تلو. اوس د کرونايي محدودیتونو پر وخت، دغه ډول فعالیتونه نور نه سته. خو د حرکت نه کول زموږ د جسم او روح له پاره ښه نه وي. دغه خبره یوازي د ورزشکارانو له پاره حیاتي ارزښت نه لري، بلکي زموږ له پاره هم مهمه ده. په اصل کي مهمه داده چي ټنبلي و نه کړو.
له طبیعته خوند واخلو
له پسرلي او د هغه له هوا څخه باید خوند واخلو. مناسب کالي واغوندو او دباندي ووزو. په آزاده هوا کي حرکت د انسان روحیه خوشحاله کوي، ستړيا او خستګي له منځه وړي، دا ځکه چي د حرکت کولو په نتیجه کي په وینه کي د کورتیزول هورمونونه راکمیږي او د انسان د تمرکز قدرت لوړیږي.
خپل روح او بدن ونازوو
ځان له خوږو شیانو او چپسو سره عادت نه کړو، بلکي ډېر وخت له ترکاریو او میوو څخه ګټه واخلو. د یوه شمعي په لګولو یا موسیقۍ په اوریدو سره ځانته یوه خاصه فضا رامنځته کړو. د یوې ملایمي او آرامي فضا د رامنځته کولو له پاره ډیرو شیانو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
ځان باید مصروفه وساتو
زموږ روح تنوع او هیجان ته اړتیا لري. ځکه نو باید ځانته هیجان انګیزه زمینه برابره کړو. د مثال په ډول د یوې غیر معمولي آشپزۍ، یوې سندري په اوریدو او یا هم یوه فلم یا سریال په لیدو سره خپل فکر بلي خواته واړوو.
کور پاک کړو
د پسرلي په راتګ سره دا حس هم زموږ په بدن کي راژوندی کیږي چي خپل کور پاک او شاوخوا ته بدلون ورکړو. دغه ډول پاک کاري د نفس او روان پاکیدل دي چي خستګي له منځه وړي. په خاص ډول چي اضافي شیان ایسته واچوو. تاسي پوهیږي چي زیاتره اروپایان تر لسو زرو پوري داسي شیان لري چي له هغو څخه استفاده نه کوي او له ډېري ټنبلۍ څخه يي ایسته نه اچوي. خو تاسي دا کار وکړئ.
کوم نوی کار وکړی
په آخره کي ددغو محدودیتونو په جریان کي دومره وخت لرو لکه څنګه چي مو غوښتل. نو ځانته مصروفیت پیدا کړئ، یوه بله ژبه زده کړئ، نقاشي وکړئ او یا هم موسیقي زده کړئ. په ټولنیزو فعالیتونو کي برخه واخلئ، له کوچنیانو او زړو خلکو سره مرسته وکړئ. اوس ددې وخت دی چي یو نوی شی پیل کړئ.
د کرونا له کبله تدابیرو په ټوله نړۍ کي ناوړه اغېز کړی دی. په آلمان کی هم د تماس او داسي نورو بندیزونو د خلکو پر روحیې منفی تاثیر اچولی دی. خو بیا هم باید سړی ځان دغه ډول حالت ته تسلیم نه کړي.