د کرونا بحران: ایا روبوټونه د انساني قوې ځای نیسي؟
د هغه راهیسي ، چي د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي شیوع سوی، په ډیرو هیوادونو کي د انساني قوې په عوض د روبوټونو څخه استفاده کیږي. په دغه انځوریز البوم کي وینئ، چي روبوټونه د نڅا د معلم، نرس او حتی پولیس په حیث کار کوي.
چین
چین، چي د کرونا ویروس د شیوع منبع بلل کیږي، په پایتخت پیکینګ کي يې د روبوټونو یو »پنځم نسل« اماده کیږي، چي احتمالأ به د نڅا د معلم ځای ونیسي.
جاپان
د جاپان په پایتخت ټوکیو کي رسنیو ته یو ربوټ ورښکاره کیږي، چي په روغتون کي په کرونا د اخته کسانو د مربوطه څانګي مسؤلیت پرغاړه لري. دغه روبوټ ، چي »پیپر« نومیږي، هغو مریضانو ته چي د کرونا لږ علایم لري، صحي توصیې هم ورکوي.
ایتالیا
په ایټالیا کي بیا دغه روبوټ حداقل د انساني قوې ځای نه دی نیولی، بلکه د نرسانو کمبود یې پوره کړی دی. دغه روبوټ د ایټالیا د یوې شفاخانې د صحي پرسونل سره کومک کوي، چي د کرونا مریضانو ته رسیدګي وکړي.
آلمان
دغه ربوټ د جرمني د آیزنبِرګ د ښار په یوه روغتون کي د ډاکټرانو سره په جراحي عملیاتو کي کومک کړی دی. په جرمني کي هم، چي صحي بخش یې د انساني قوې د کمبود سره مخامخ دی، کوښښ کیږي، چي ځیني کارونه روبوتونو ته وسپارل سي.
بلجیم
د کرونا د بحران پر وخت لږ کسان کولای سي د زړو خلګو احوال واخلي. دغه زاړه کسان ، چي په کرونا د اخته کیدو خطر یې ډیر دی، دزړو په لیلیو او یا خپلو کورونو کي ډیر یوازي او منزوی سوي دي. په بلجیم کي دغه روبوټ د زړو خلګو سره د ارتباط پخاطر جوړ سوی دی.
چین
د هغه ځایه څخه چي چینايي محصلین نسي کولای د خپل فراغت په مراسمو او میله کي برخه واخلي، دغه روبوټونه چي »نیومي« یا »زه نوی« نوم لري، د هغوی څخه نمایندګي کوي.
هندوستان
په هندوستان کي دغه روبوټ د ضد عفوني موادو د یوې ادارې مراجعینو ته ښه راغلاست وايي، او هغوی ته د کرونا په ویروس د اخته کیدو صحي مشورې هم ورکوي.
چین
د چین په پایتخت پیکینګ کي دغه روبوټ د پوسته رسان وظیفه پرغاړه اخیستې ،پارسلونه او پاکټونه سره ځای پرځای کوي.
اندونیزیا
اندونیزیا پولیس هغو کسانو ته چي د کرونا د قیوداتو څخه سرغړونه کوي، د هغوی د کنټرول او خبرداري پخاطر ددغه «کواد کوپتر« څخه استفاده کوي. د جرمني په ځینو ښارونو، لکه دوسلدورف کي هم دغه ډول عملیات تر سره سوي دي، چي دخلګو د مخالفتونو سره مخامخ سوي دي. په چیلي کي هم کواد کوپتر د انسانانو د اجتماعي رفتار نظارت او کنټرول پرغاړه لري.
تونس
د تونس په پایتخت کي د پولیسو یو روبوټ د کرونا دویروس د قیوداتو څخه د سرغړوني کنټرول او نظارت کوي.
سنگاپور
ددغه سپي ډوله روبوټ نوم»اسپات« دی او ددغه هیواد په یوه پارک کي خلګو ته خبرداری ورکوي، چي د کرونا پخاطر وضع سوې معینه فاصله مراعت کړي.
افغانستان
د افغانستان په یوه رستورانت کي هم د ګارسون په عوض د روبوټ څخه کار اخیستل کیږي. البته دغه عکس د کرونا ویروس تر شیوع دمخه اخیستل سوی دی.
فرانسه
په فرانسه کي هم ددغه روبوټ څخه د کرونا ویروس په سبب مړو سوو کسانو د تابوتونو د جوړولو، ضدعفوني کولو او رنګولو کي استفاده کیږي.