د کاناډا ماموريت په روانه اونۍ کي پای ته رسږي
۱۳۹۰ تیر ۱۴, سهشنبهپه رسمي توګه د کاناډا سخت جنګي ماموريت، پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو تر بريد وروسته په 2002 م کال کي پيل سوی و، او د رواني اونۍ د پنجشنبې په ورځ به پای ته ورسيږي.
دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان د جنګ د صحنې څخه نورو لويديځو هيوادونو هم د خپلو سرتيرو د را ايستلو د پيل اعلان کړی دی.
شاوخوا 3000 کاناډايي سرتيري د افغانستان په نا ارامه جنوبي ولايت کندهار کي ميشت دي.
دغه ځواکونه به په نږدې اونيو کي خپلي ټولي گزمې پای ته ورسوي او د کندهار په پوځي اډه کي به بيرته کور ته ستنيدو ته تياری نيسي.
تيره مياشت د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما هم اعلان کړي وو چي د 2012 م کال تر دوبي به د افغانستان څخه خپل 33 زره سرتيري را وباسي. په پام کي ده چي د 2014 م کال تر پايه به ټول بهرني ځواکونه د امنيتي چارو مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپاري.
په پام کي ده چي کاناډا به خپل د جګړې ډګر امريکايي ځواکونو ته وسپاري، دغه ځواکونه په دې ټينګار کوي چي د کندهار په نا ارامه ولايت کي، چي د طالبانو پوخ سنګر ګڼل کيږي، د خپل ماموريت په وخت کي ډيري لاس ته راوړني لري.
د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارپير د 2008 م کال په يو سياسي بحث کي په ښکاره ډول په 2011 کال کي د افغانستان څخه د کاناډايي سرتيرو د را ايسلتو خبره کړي ول.
په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د کاناډا لومړي وزير په افغانستان کي د خپلو سرتيرو څخه ليدنه کړې وه او ويلي يې ول، چي د ده په باور دغه جنګ ځپلی هيواد نور د نړيوالي ترهګرۍ سرچينه نه ده.
کاناډايي سرتيري په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د لويو ونډه لرونکو سرتيرو څخه دي چي په روان کال کي د افغانستان څخه خپل سرتيري باسي.
د کاناډايي پوځيانو يو بل جلا 950 کسيز ګروپ چي په پلازمېنه کابل کي د افغان امنيتي ځواکونو په روزولو بوخت دی، تر يو وخته پاته وي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي : نجيب الله زيارمل