د کابل سقوط؛ د طالبانو د چټک پرمختګ لاملونه څه ول؟
۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبهد ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۵مه او د یکشنبې ماښام، طالبان ارګ ته ننوتل او تردې یو څو ساعته وړاندې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتلی ؤ. په هغه ورځ څوک نه پوهېدل چې نوموړی چېرې ولاړ، خو وروسته څرګنده شوه چې ولسمشر غني لومړی تاجکستان او له هغه ځایه متحده عربي اماراتو ته تللی.
د ملي پخلاینې شورا مشر چې له ولسمشر غني سره په واک کې نیمايي شریک و د نوموړي تر وتو وروسته سملاسي په ویډیويي پیغام کې وویل:«د افغانستان مخکیني ولسمشر افغانستان په سخت حالات کې پرېښود.»
غني پړه پر خليلزاد او عبدالله عبدالله اچوي
سره له دې چې د دویم ځل لپاره د طالبانو تر واکمنېدو راوروسته په تېر یو کال کې د جمهوریت د ړنګېدو لاملونه په بیلابیلو بڼو مطرح کیږي، خو غني په خپله وروستۍ مرکه کې د جمهوریت د نه ټېنګېدو یو مسؤل عبدالله عبدالله وباله. هغه په خلیل زاد هم نېوکې کړي، چې ګواکې د سولې بهیر کې یې مدیریت یوه «غمیزه» وه.
غني د افغان خپرندویه شبکې یا ABN په نوم یوې نوې رسنۍ ته ویلي:«په هغه ورځ سهار نهه بجې، واضح اسناد شته چې د امریکا سفارت تخلیه پيل کړې او خپلو کاغذونو ته یې اور ورکړ او ترټولو مهمه زمونږ د زرهاوو امنیتي قواوو کسان په ځانګړې توګه د ملي امنیت اړوند صفري قطعې چې د افغانستان غوره قطعات ول تخلیه کړل.»
ښاغلي غني د پوښتنې په توګه مطرح کړې چې که چېرې هغوی تصمیم درلود چې جمهوریت حمایه کړي، نو ولې یې ټولو ته له اشپزه تر جنراله چې له دوی سره یې کار کړی ؤ، ویزې ورکړې؟!
خو طالبان د خپل چټک پرمختګ لامل په څه کې بولي؟
طالبان بیا وايي، پخوانی حکومت د ولس ملاتړ له ځان سره نه درلود، بلکې د بهرنیو ځواکونو په مټ ولاړ ؤ.
د طالبانو د حکومت یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل»: کله چې د اشغال چتر لرې کیږي او کله چې خارجي قواوې له دوی څخه خپل حمایت قطع کوي، تېره اداره وار له مخه د ولس له قهر سره هم مخامخ وه د اسلامي امارت په ځواکونو د ولس په حمایت او کامل ملاتړ په ډېر لنډ وخت حتی په لس او یا یوولس ورځو په دننه کې د ټول هېواد کنترول په لاس کې واخیست«.
یو ګومان دا هم دی چې طالبان د امریکایانو سره د یوې پټې معاملې په ترڅ کې یو وار بیا واک ته ورسېدل خو بلال کریمي وویل له دوحې تړون پرته بل هیڅ تړون د طالبانو او امریکایانو ترمنځ نشته.
په کابل کې یوه افغان کارپوه حبیب الله جانبدار بیا د امریکا ترڅنګ د ناټو غړو هېوادونو تګلارو ته هم ګوتنېونه وکړه:«د دوی واک ته رسېدل د تېر فاسد حکومت او د ناټو غړو هېوادونو د غلطو پالیسیو انعکاس دی.»
دغه افغان کارپوه وايي، د طالبانو واک نېول د یوې ورځې او یا د څو میاشتو خبره نه ده، بلکې د هغوی د تېرو شلو کلونو د مبارزې پایله ده.
«په امریکایانو تکیه»
واشنګټن کې افغان شنونکي واحد فقیري دویچه ویله ته وویل، پر بهرنیو ځواکونو د پخواني شل کلن جمهوریت د واکدارانو سل سلنه تکیه د دې لامل شوه چې حکومت راوپرځیږي او طالبان واکمن شي.
د فقیري په خبره په تېرو شلو کلونو کې له افغان چارواکو سره دا فرصت و چې په خپلو پښو ودریږي او پر ځان بسیا شي، خو هغوی دې موخې ته د رسېدو لپاره هیڅ ونه کړل. ده زیاته کړه:«دوی فکر کاوه چې دوی ریښتیا هم د واشنګټن او نیویارک ساتونکي دي، نه د افغانستان په همدې خاطر هغوی فکر کاوه چې خارجیان به نه ځي او دلته به له دوی سره وي.»
فقیري وايي، د پخوانیو چارواکو ترمنځ افغانستان د امریکا لپاره تر خپل حد ډېر «ستراتیژیک» بلل کېده، په داسې حال کې چې امریکا هیڅ هېواد ته دومره اړتیا نه لري.
«فاسده حکومتوالي»
د افغانستان د شاوخوا شل کلن جمهوریت د راپرځېدو یو بل ستر لامل په حکومت کې په بې ساري توګه فساد هم بلل کیږي.
په افغانستان کې د جمهوریت د وروستیو کلونو د شفافیت ارزونې په اړه د شفافیت نړېوال سازمان یا Transparency Internationl سروې ګانې ښيي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې د فساد ضد عملي او اغېزمن ګاونه نه ول اخېستل شوي.
د دغه نړېوال سازمان د ارزونې له مخې، د جمهوریت په وروستي ۲۰۲۱ میلادي کال کې حکومت د فساد ضد ۱۶ نمرې اخېستې وې، په داسې حال کې چې تردې یو کال یانې په ۲۰۲۰ میلادي کې یې ۱۸ نمرې ترلاسه کړې وې.
یوه پخواني افغان سناتور هاشم الکوزي دویچه ویله ته وویل، په وروستیو کلونو کې د فساد له امله د حکومت او ولس ترمنځ واټن خورا زیات شوی ؤ.«یو لوی عامل یې دا و چې ولس طالبانو سره ودرید او د طالبانو ملګرتیا یې وکړه، تاسو ولېدل چې په کلیو، بانډو او ولسوالیو کې یې طالبانو ته ځای ورکړ.»
دغه افغان سناتور چې په مشرانو جرګې کې یې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشري کوله زیاته کړه، افغان ملي او دفاعي ځواکونو کې هم په پراخه توګه فساد کېده.
دده په خبره په پوځ او پولیسو کې مقررۍ او ترفیع ګانې د ضوابطو پرځای پر روابطو او پیسو ولاړې وې.
د جمهوریت ړنګېدل، هرڅه ناڅاپي، پلان شوي او که تېروتنه؟
ځیني افغان شنونکي دا هم وايي، امریکا په تېرو شلو کلونو کې ترډېره د پاکستاني نظامیانو په مالوماتو تکیه وکړه چې دا یې ستره «تېروتنه» وه.
په برلین کې د پوهنتون استاد ډاکټر اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، د جمهوریت د سقوط پلان له تېرو دریو څلورو کلونو د عملي کېدو په حال کې ؤ. نوموړی وايي:«د نظام سقوط هم عادي خبره نه وه، دا یوه سیستماتیکه او پلان شوې خبره وه، ځکه د جمهوریت په تېرو دوو او دریو کلونو کې امریکایانو هغه غوښتنې چې زمونږ امنیتي ځواکونو ورڅخه درلودې نه پوره کولې، په افغانانو د زړو طیارو پلورل، له هوايي ملاتړه لاس اخېستل او د تجهیزاتو نه ورکول له دې عامل نه سړی داسې پوهیږي چې دا پلان شوی کار ؤ.»
د اتمر په وینا ښايي امریکایان په دې پوهېدل چې په نېږدې راتلونکې کې د اوکراین جګړه پيلیږي، نو ځکه یې په ډېرې بیړي سره خپل ځواکونه له افغانستانه واېستل: «امریکایانو ونه غوښتل چې په احتمالي دوو جبهو کې خپل ځانونه بوخت وساتي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته ویلي ول، په دې اړه هیڅ ډول وړاندوېنه نه وه چې هلته د امریکايي ځواکونو په شتون کې دې کابل د طالبانو لاس ته ولویږي.
بلینکن ادعا کړې چې ټاکل شوې وه د واشنګټن د یوې طرحې پر بنسټ پخوانی ولسمشر اشرف غني د طالبانو په مشرۍ یو ټولګډونه حکومت ته واک وسپاري خو هغه ددې طرحې تر عملي کېدو وړاندې هېواد پرېښود.