د کابل د پاکولو له پاره د خلکو خوځښت
د کابل ښار په سونو اوسېدونکو په يوه عمومي خوځښت سره د دغه ښار ځيني برخي له کثافاتو پاکي کړې. دغه اعتراضي خوځښت په افغانستان کي د چاپيريال ساتني په موخه ترسره سو.
د کابل د هر سړک په څنډه کي چټليو دغه ښار په نړۍ کي يوه په تر ټولو ناپاکو پلازمېنه کي راوستې ده. د افغانستان د عامي روغتيا وزارت په وارو وار له دغه چټل چاپيريال څخه د ناروغيو له پيدايښت څخه خبرداری ورکړی دئ.
دغو کسانو له ځانه سره داسي شعارونه هم لېږدول چي د دغه ښار له اوسېدونکو څخه د ښار د پاکۍ په برخه کي د پوره ونډي اخيستني غوښتنه سوې.
په دغه خوځښت کي يو شمېر ښځو او نجونو هم ونډه اخيستې وه. دوی ويل چي د ښار پاکي يوازي د ښاروالۍ دنده نه، بلکي ټول اوسېدونکي بايد د ښار په پاکۍ کي ونډه ولري.
د افغانستان په لويو ښارونو کي پر سړکانو باندي کثافات د ډيرو انسانانو د ناروغيو سبب سوي.
دغه خوځښت د ښار په ځينو سیمو کي نهالونه هم کښېنول.
ښځو د دوکانونو مخونه پاکول او په دې کار سره يې دوکاندارانو ته دا وښوول چي خپل د دوکان مخ پاک وساتي.
په لويو ښارونو کي د ښارواليو کارکوونکي د ښار په پاکۍ نه رسيږي. د افغانستان په لويو ښارونو کي اوس تر بل هروخت اوسېدونکي ډېر دي.
د دغه خوځښت گډون کوونکو د افغانستان له جمهور رئيس څخه وغوښتل چي د کابل ښار ته داسي ښاروال وټاکي چي د ښار د پاکۍ غم ورسره وي.