د کابل بالاحصار تاريخي ودانۍ د هند په مرسته رغول کيږي
۱۳۹۹ شهریور ۴, سهشنبهد افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی دی چې د کابل د بالاحصار د تاريخي ودانۍ د بيارغونې په موخه يو هوکړه ليک د هند او آغا خان شبکې له خوا لاسليک شوی دی.
په افغانستان کې د هند سفير ويني کمار وويل چې د کابل بالاحصار د افغانستان له تاريخي بنسټونو څخه دی او هند د افغانستان د تاريخي ودانيو او بنسټونو د بيا رغونې په برخه کې همکاري کوي. نوموړي زياته کړه چې هند د يوه سوله ایز، سوکاله او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی. هغه په بريالۍ توگه د دې پروژې پای ته د رسيدو هيله څرگنده کړه.
د آغا خان شبکې ديپلوماتیکې استازې شهيره زاده هرجي هم وويل چې د دې شبکې کلتوري برخه د افغانستان په مرکز او ولايتونو کې د يو شمير تاريخي ودانيو د مرمت او بيارغونې په برخه کې فعاله ده او په دې برخې کې يو شمير پروژې تر لاس لاندې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې پر هوکړه ليک د امضاء په دې مراسمو کې یې حضور درلود، هیله څرگنده کړه چې بالاحصار به يو وار بيا د افغانستان په تاريخي او کلتوري ساحې بدل شي. غني وويل چې د افغانستان تاريخي اثار د دغه هيواد د ماضي وياړونه رايادوي او د دغو تاريخي ودانيو بيارغول نه يوازې له تیرو نسلونو سره د اوسني نسل اړيکه ښيي بلکې راتلونکو نسلونو ته د دې خاورې د عظمت تصوير انتقالوي.
ولسمشر غني د ملکي کارونو په برخه کې هند د افغانستان يو ښه همکار وباله. پر دې سربيره هند د افغانستان يو ستر مرسته کوونکی هيواد او تجارتي همکار هم دی. افغانستان او هند هر کال د شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالرو تجارت لري. دغه هېواد له افغانستان سره له ۲۰۰۱م کال راهيسې تر دوو ميلياردو ډالرو زياته مرسته کړې ده.
د ارگ له خوا همدا راز دا هم ويل شوي چې د آغا خان شبکې د بهرنيو چارو وزارت د ستوري قصر او همدا راز د بابر بڼ په رغولو کې هم همکاري کړې ده.
د بالاحصار د ځينو برخو د مرمت کار به د هند او آغا خان د پراختيايي شبکې د کلتوري برخې په مالي مرسته عملي شي.
زموږ له آرشيف څخه: