د ښځو نړيواله ورځ: په آسيا کې د برابرۍ مسئله
سره له دې چې په وروستيو کلونو کې لږ څه پرمختګ شوی، خو په آسيا کې ښځې او نجونې تر اوسه له تبعيض څخه سر ټکوي. ډي ډبلیو د هيلو غوټيو او په ورته وخت کې په ځينو آسيايي هېوادونو کې د ښځو خراب وضعيت ته هم کتنه کړې ده.
افغانستان
په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعيت په ۲۰۰۱ کال کې د متحده آيالاتو په مشرۍ د طالبانو رژيم په پرځولو سره مثبت بدلون وموند. خو وروستي حالات چې کېدای شي طالبانو ته هم په افغان حکومت کې ونډه ورکړله شي، ښايي دا معنی ولري چې ښځې بايد د خپلو حقونو په برخه کې يو ځل بيا بدلون ومني چې د نورو تر څنګ پکې د زده کړو او کار کولو حقونه هم شامل دي.
ايران
په ايران کې ښځې اوس د فوټبال يو ټيم هم لري، خو د آزادۍ د تر لاسه کولو او د ښځو د غښتلي کولو په برخه کې مبارزه لا دوام لري. حقوقپوهه نسرين ستوده، چې د هغو مېرمنو وکيله وه چې د پوړني د اجباري په سرونې پر وړاندې يې احتجاج کړی وو، په دې وروستيو کې په پنځو کالونو حبس محکومه شوه.
پاکستان
دغه عکس کې عظمی نواز (په منځ کې) ليدل کيږي. هغه د پاکستان لومړۍ ښځينه مستري ده. د سويلي آسيا دغه هېواد ورو ورو د مېرمنو د آزادۍ په لور مخ ته ځي. په کراچۍ ښار کې ښځې نن د «عورت آزادي مارش» په نوم د ښځو د آزادۍ په نوم مزل له پاره کوڅو ته راوځي. دغه مارش سږ کال د ښځو د نړيوالې ورځې پر مهال جوړيږي.
هند
ښځينه موټرسايکل چلوونکو په هند کې پراخ خوځښت شروع کړی دی. خو د پرمختګ سربېره ښځې ډېر ځله د جنسي تېري او زور زياتي قربانيانې دي. تېر کال ډېرې ښځې د تېري کوونکو پر ضد راپورته شوې او د «مي ټو» کمپاين غړې وګرځېدې. دغو ښځو د هغو قدرتمنو نارينه وو په اړه شکايت وکړ چې ډېر سياسي مشران هم په دغه ډله کې راتلل.
اندونيزيا
اندونيزيايۍ مېرمنې د خپل هېواد د پرمختګ په لومړي صف کې ولاړې دي، خو بيا هم د سختو مذهبي قوانينو لکه شريعت تر تاثير لاندې ژوند کوي. د اچې ولايت د ساري په توګه دغسې سخت اسلامي قوانين وضع کړي دي چې پکې ښځې د پوړني په سرولو ته مجبوريږي او اجازه نه لري چې له نامحرمو نارينه وو سره تماس ولري.
سریلانکا
د دغه هېواد مېرمنې تر ډېره له ورته او برابرو حقونو څخه برخمنې دي. د خپلو کورنيو د اقتصادي وضعيت مطابق هغوی کولای شي چې لوړې زده کړې يا کار هم وکړي. سريلانکا ښايي د سويلي يوازینی آسيا هېواد وي چې ښځې پکې د روغتيا او تعليم ښو امکاناتو ته لاسرسی لري.
بنګله دېش
د څه باندې دوو لسيزو راهيسې د بنګله دېش خلکو په پر له پسې ډول يوه ښځه د هېواد صدراعظمۍ ته ټاکلې ده. په داسې حال کې چې د ښځو حقونه زيات شوي، خو د کار په ساحه کې د ښځو شمېر تر اوسه لا لږ دی او د نارينه وو په پرتله روغتيا او پوهنې ته محدود لاسرسی هم لري.
چين
چينايي مېرمنو پرته له شکه د هېواد له چټکې اقتصادي ودې څخه ګټه اخيستې ده، خو د ښځو په وړاندې جنسيتي تبعيض لا شتون لري. تر نن ورځې پورې لوڼې د زامنو په پرتله تر ډېره نامطلوبې وي چې له کبله يې د جنسيتي انډول په برخه کې ستونزې وجود لري. ښځې همداراز د سړو په پرتله د زده کړو امکاناتو ته محدود لاسرسی لري.