د قانون حاکميتاروپا
د ډنمارک چپي جبهې لږ اکثریت تر لاسه کړی
۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبهاعلان
په ۲۷،۵ فیصده سره هغوي په پارلمان کي بیا غښتلی قوت ګرزیدلی دی او تر دوو لسیزو اضافه یې د انتخاباتو تر ټولو ښه نتایج پلاس راوړي دي. د فوریر-جزیرې د یوه وکیل او ګرینلنډ د دوو وکیلانو سره یوځای د دې چپي جبهې د پارلمان لازم اکثریت، یعني ۹۰ چوکۍ ګټلي دي.
خو دا کوښښ کوي د پارلمان د نورو حزبونو سره یو پراخ ایتلاف رامنځته کړي. د دې کار دلیل دا راوړي چي د اوس وخت په بین المللي نااطمینانۍ کي یو پراخ سیاسي اتحاد ضروري دی.