د چين پر سرحد نښته کې درې هندي عسکر وژل شوي
۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سهشنبهدا په دې تیرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د هند او چين ترمنځ پر پوله نښته رامنځته شوې او عسکر پکې وژل شوي دي. د هند د پوځ يوه وياند وويل: «تیره شپه په يوه خونړۍ نښته کې دا مړينه شوې ده. د هند د پوځ يو افسر او دوه عسکر وژل شوي دي.»
بل لوري ته چين پر هند تور لگولی چې هندي عسکرو له سرحده په اوښتو سره چينايي عسکرو بريد کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژاو لي ژان وويل: «هندي عسکر د دوشنبې په ورځ دوه وارې له سرحده را واوښتل، پر چينايي عسکرو یې بريدونه وکړل چې د پارونې په پایلې کې سخته نښته وشوه.»
هند ادعا کړې چې په دې نښته کې چينايي عسکر هم وژل شوي دي خو د چين حکومت تر اوسه دا خبره نه دی تائيد کړی.
پخوانۍ شخړه
د هند او چين اتومي ځواکونه له څو کالونو راهيسې د سرحد پر سر شخړه کې ښکيل دي. د هند په لیرې پرتو سيمو کې سرحدي کرښو ته چې په هند کې د بريتانيا د واکمنۍ پر مهال کښل شوې وې، دواړه اړخونه په بيل بیل نظر گوري. چين د اکسایی چن په نامه غرنۍ سيمه چې د تبت او کشمير ترمنځ پرته ده، د شلمې میلادي پيړۍ په نيمايي کې د کشمير د جگړې په ورځو کې نيولې وه. په ۱۹۶۲م کال کې چين په سيمه کې يوه لنډه جگړه گټلې وه.
په دې تیرو کالونو کې په سرحدي سيمو کې ترنگلتيا زياته شوې ده. په دې وروستیو کې د هند په سيکیم ایالت کې د هندي او چينايي عسکرو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوی وو. د اخ و ډب په ترڅ کې هندي او چينايي عسکر ټپيان شوي ول. تر دې وروسته په می میاشت دواړو هېوادونو پر شريکه پوله اضافي عسکر مېشت کړل.
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځگړيتوب وړاندیز کړی وو. خو هند د ترمپ دغه وړاندیز رد کړی وو. له امريکا سره ترنگلتياو ته په کتو سره دغه وړاندیز د چين له پاره هم د منلو نه وو.
bs/nz (AFP, AP)