د چين هويي يا خوذو مسلمان اقليت وپيژنئ
په چين کې د ايغور مسلمانانو تر څنگ په شمال لويديځ کې خوذو مسلمانه لږکۍ هم اوسيږي. د دوی نفوس تر لس ميليون زيات دی او په ننگ شا، گانسو او چنگ هايي سيمو کې ميشت دي.
د خوذو د مسلمانانو ښار لينشيا، کوچنۍ مکه
د هويي يا خوذو مسلمان گڼ ميشتی ښار لنشيا په چين کې د «کوچنۍ مکې» په نامه مشهور دی. په دې ښار کې ۸۰ ستر او کوچني مسجدونه موجود دي. دا ښار د داشيا سيند پر غاړه پروت دی. ايغور کارپوهان خوذو مسلمانان د چين د هان ژبې ويونکو له نسله بولي.
په لنشيا کې ښځې پوړنې په سر کوي
خوذو مسلمانې ښځې ډيرې فعالې بلل کيږي. دلته د پاخه عمر ښځې په عمومي توگه سپين پوړني په سروي. اوس ډيرې ځوانې نجونې هم هڅه کوي داسې عصري لباس واغوندي چې لوڅ نه وي.
لنشيا: د شنو گنبزو ښار
د گانسو ايالت لنشيا په ښار کې تر ۲۵۰ زرو زيات انسانان اوسي چې زياتره یې د چينايي ژبې ويونکي خوذو مسلمانان دی. د دې ښار جوماتونه هره جمعه له لمونځ کوونکو ډک وي.
د نجونو له پاره د قرآن پاک د زده کړې زمينه برابره ده
خوذو مسلمانان په خپلو مسجدونو کې په ځانگړي توگه د قرآن پاک د زده کړې چاره پر مخ وړي. په دې جوماتونو کې کم عمره نجونو ته هم د قرآن پاک تدريس کيږي.
خوذو مسلمانان
خوذو يا هويي د چين له لسو سترو نژادي ډلو څخه يوه ده. د دوی زياتره یې د چين په هغه سيمو کې ژوند کوي چې د اقتصادي پلوه ډيرې پياوړې نه دي. په دې سيمه کې تعليم هم د چين د نورو سيمو په څير عام نه دی. دوی د ايغوريانو له نسله نه شميرل کيږي. دلته (په انځور کې) د ووهژونگ سيمې په يوه مسجد کې د ماښام لمونڅ ادا کيږي.
له دين سره مينه
پېغلې نجونې د بيلا بيل رنگونو پوړني په سروي. خوذو ښځې په جوماتونو کې د قرآن پاک له تلاوت سره ډيره ليوالتيا او مينه لري.
چينايي ولسمشر د خوذو په مسجد کې
د چين ولسمشر شي جين پنگ، په ۲۰۱۶م کال کې د ننگ شا په پن چوان سيمه کې يوه مسجد ته ورغلی وو. نوموړي دغلته د هويي مسلمانانو سره ليده کاته وکړل او د هغوی ستونزې یې واوريدې. د چين ولسمشر درې ورځې په ننگ شا کې پاتې شو.
د ننگ شا نيمه خپلواکه سيمه
دا د چين په شمال لويديځ کې د ننگ شا د نيمه خپلواکې سيمې يوه منظره ده. دا سيمه د غرونو په منځ کې پرته او د چين له وروسته پاته سيمو څخه ده. د دې سيمې ځمکې حاصل خیزې نه دي او وچکالي هم پکښې ډيره وي. سربيره پر دې د وزگارۍ کچه هم ډيره لوړه ده. خو په دې وروستیو کې د چين حکومت دې سيمی ته پاملرنه زياته کړې ده او اوس ښکاره اقتصادي بدلونونه تر سترگو کيږي.