د پولیسو د اتحادیې مشر: آلمان باید پر خپلو پولو موانع ودروي
۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبه(ویلت ام زونتاګ) خبري مجلې سره په مرکه کې ویندت ټینګار کړی چې سخت تدابیر لکه د اتریش سره پر پوله د اغزي لرونکو سیمونو درول، د پولې د کنترول او ګزمې له پاره ډیر مهم دي.
هغه همداراز ویلي دي چې د دې اقدام څخه وروسته به نور اروپایي هیوادونه چې د سل هاوو زره سوریایي او د نورو هیوادونو د کډوالو د راتګ شاهدان دي، په ورته اقدام لاس پوري کړي.
د آلمان د پولیسو د اتحادیې (DPolG) مشر راینر ویندت له خولې په ویلت ام زونتاګ مجلې کې داسې لیکل شوي: «که موږ خپله پوله له اتریش سره وتړو نو بیا اتریش به هم خپله پوله له سلوانیا سره وتړي. دا هغه څه دې چې موږ یې په لټه کې یو.»
هغه همدا راز د آلمان په پولو کې د کډوالو له پاره د موقتي سرحدي ترانزیتي ساحو د جوړولو پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. په دې ترانزیتي ساحو کې به د هغو کسانو پیژندنه کیږي چې په رښتیا محافظت ته اړتیا لري.
د ترانزیتي ساحو د جوړولو پلان د سوسیال دموکرات ګوند له خوا چې د آلمان د صدراعظمې متحد ګوند دي، په کلکه رد شوی دی او دې ګوند ویلي دي چې دا یو غیر انساني طرح ده چې د عملي کیدو وړ نه ده.
د ویندت دا څرګندوني د آلمان د حکومت له هغو څرګندونو سره چې د هنګري او صربستان پر پوله د اغزي لرونکي سیمونو د موانعو درول یې غندلي وو، په مخالفت کې دي.
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ته په یوه اخطاریه کې ویندت ویلي دي چې هیواد ته د ډیرو کډوالو د راتګ له کبله آلمان له «اجتماعي ناکراري» سره مخامخ دی. هغه زیاته کړې ده: «زموږ داخلي (نظم) او قانون په خطر کې دی... یو څوک باید اضطراري ډول بریک ووهي.»
تمه کیږي چې سږ کال به آلمان کې له ۸۰۰ زرو څخه زیات کسان د پناه غوښتنه کوي او دې هیواد اوس خپله د کډوالو تګلاره هم یو څه سخته کړې ده. خو میرکل بیا د کډوالو د شمیر د محدودولو طرحه رد کړې ده او ویلې يې دي چې دا باور لري چې هیواد يي پر دې ستونزې برلاسی کیدای شي.
د آلمان د بایرن ایالت هم د اتریش څخه د راتلونکو کډوالو په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلې يي دي چې دوې به حتې کډوال بیرته له پولې څخه بهر واستوي.