1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

«د پخواني پاپ، بینیډیک ۱۶ صحي حالت خراب سوی»

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د کاتولیکي کلیسا د پخواني رهبر، پاپ بینیډیک ۱۶ صحي حالت د واتیکان د یوه ویاند، ماتیو بروني په حواله په تیرو څوساعتونو کي سخت خراب سوی دی.

https://p.dw.com/p/4LV21
Papst Benedikt XVI ist schwer krank
انځور: Malte Ossowski/SvenSimon/picture alliance

هغه نن چهارشنبه د یوې اعلامیې له لاري ویلی دي: «زه کولای سم دا تایید کړم چي د زوړتیا په دلیل د هغه صحي حالت په تیرو څو ساعتونو کي ډېر خراب سوی دی». په خبره یې د هغه حالت اوس نسبتأ ښه دی او د ډاکترانو تر دایمي پاملرني لاندي دی.

په همدې حال کي پاپ فرانسیسکو نن چهارشنبه د بینیډیک ۱۶ څخه په واتیکان کي لیدنه وکړه او د هغه له پاره یې دعا وکړه.

۹۵ کلن بینیډیک ۱۶ د ۲۰۱۳م کال په فبرورۍ میاشت کي په غیر مترقبه توګه د صحي دلایلو پراساس د خپل مقام څخه استعفأ ورکړه. په دا اواخرو کي هغه تقریباً په عامه محضر کي هیڅ نه راڅرګندېدی.