د بلوچستان ايالت سر ښار کویټه د ځينو ځانګړتياوو له کبله په نړۍ کې شهرت لري چې يوه ځانګړتيا يې تازه او وچې ميوې او د وچو ميوو نړيوال مارکیټ دی. دغه ښار ته وچې میوې د پاکستان له مختلفو سیمو نیولې ان له افغانستانه هم راځي او بیا نه یوازې د پاکستان په بازار کې بلکې نړیوال بازار ته هم صادریږي.