د پاکستان د پوځ ویاند: هند د جګړې تخم پاشي
۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبهد رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال آصف غفور، د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزوني مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي دي: «د کشمیر [د هند تر ادارې لاندې] وضعیت د سیمې له پاره په یوه لوی خطر اوښتی... په کشمیر کې د هند اقدامات د جګړې تخم پاشي.»
هغه ویلي دي: «موږ دغه ستونزه تر داسې یوې سطحې رسول نه غواړو، چې سیمه ایزه او نړیواله سوله له خطر سره مخامخ شي.»
د پاکستان او هند اړیکې هغه وخت لا پسې خړې پړې شوې چې نوي ډهلي تر خپلې ادارې لاندې له جمو او کشمیر څخه نیمه خپلواکه ځانګړی حیثیت بیرته واخیست. د کشمیر یوه برخه د پاکستان تر ادارې لاندې ده. دواړو هیوادونو څو وارې د کشمیر پر سر جګړې هم کړي دي.
د هند له لوري د پاکستان میشته دوو ډلو مشران ترهګر نومول شوي
د اسوشيتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند د کورنیو چارو وزارت د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر او د لشکر طیبه ډلې د بنسټ ایښودونکي حافظ محمد سعید نومونه د نوې تعدیل شوي قانون له مخې د ترهګرو په ډله کې شامل کړي دي.
د مسعود اظهر نوم لا ترمخه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لېست کې هغه وخت شامل شو چې فبرورۍ میاشتې کې د هغه ډلې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر امنیتي ځواکونو د شوي برید مسئولیت واخیست. دغه برید ۴۰ هندي امنیتي ځواکونه وژلي وو او دواړه هیوادونه یې د جګړې تر درشله رسولي ول. پر سفري بندیز سربیره د هغه شتمنۍ هم کنګل شوې وې.
حافظ سعید، چې د هند ضد واعظ دی، په پاکستان کې د جماعت الدعوه په نوم یوه خیره ټولنه چلوي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې تر ډیره داسې باور کیږي چې دغه خیریه بنسټ د لشکر طیبه د یوې جبهې په توګه کار کوي. پر لشکر طیبه باندې په ۲۰۰۸م کال کې په ممبۍ کې د شوو بریدونو تور لګول کیږي چې په ترڅ کې یې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
دغه نوی قانون حکومت ته واک ورکوي چې یو انفرادي کس د ترهګر په توګه ونوموي که چیرې د یوه ترهګر عمل مرتکب شي، د هغه له پاره په چمتووالي کې ښکیل وي او یا د هغې له تنظیمیدو سره مرسته کوي. دغه کس بيا نیول کیدای شی، شتمنۍ یې کنګل کیدای شي او یا له هیواده دباندې وتلو بندیز پرې لګیدای شي.