د پاکستان حساس سیاسي وضعیت او لندن ته د شهباز شریف سفر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبهبریتانیا ته د شهباز شریف سفر د څو اړخونو له کبله مهم ګڼل کیږي. نوموړی به د جمعې (د می میاشتې ۵ نیټه) په ورځ د ګډ حکومت د مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړي او د شنبې په ورځ به د بریتانیا د پادشاه دریم چارلس د تاج پر سرولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو
د بریتانيا پادشاه د نړۍ په لسګونو مشرانو ته په دې تاریخي مراسمو کې د ګډون کولو بلنه ورکړې ده.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د پاکستان د حکومت له خوا د خپاره شوي یوه ټویټ په حواله لندن ته په رسیدو د پاکستان لوړپوړي کمیشنر معظم احمد خان او د بریتانيا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډیویډ ګورډن هم شهباز شریف ته هرکلی ووایه. زیاته شوې ده چې شریف به هلته د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم وويني.
د ایالتي حکومتونو له سقوط سره پاکستان کې سیاسي بحران لا ډیریږي
لندن ته له روانیدو مخکې شهباز شریف وویل چې د بریتانيا شاهي کورنۍ تل د پاکستان ښه ملګرې پاتې شوې ده. نوموړي وویل چې بریتانیا او پاکستان ګډې تاریخي اړیکې لري او په تیرو لسیزو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ څو اړخیزې اړیکې لا زیاتې پیاوړې شوي دي.
د سفر سیاسی ارزښت
د پاکستاني رسنیو په حواله د شهباز شریف دغه سفر د څو لحاظه په ځانګړي ډول له سیاسي پلوه ډیر مهم دی. نوموړی به هلته له خپل مشر ورور او د مسلم لیګ «ن» ګوند له مشر نواز شریف سره پر روانو سیاسي حالاتو سلا مشورې وکړي.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د دواړو ورونو په لیدنه کتنه کې به، د مسلم لیګ «ن» په مشرۍ د ګډ حکومت، د اپوزیسیون ګوند «پي ټي آی» او عدلیې ترمنځ د روان کشمکش او په پنجاب ایالت کې د ټاکنو ترسره کولو په اړه د محکمې د حکم له کبله پر رامنځته شوي وضعیت تفصیلی خبرې اترې وشي.
تمه کیږي چې دواړه مشران به د مسلم لیګ «ن» ګوند د راتلونکي تګلارې او هیواد ته د نواز شریف د ممکنه بیرته ستنیدنې ترڅنګ پر ځينو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
د لومړي وزیر په توګه د دندې تر سمبالولو وروسته لندن ته دا د شهباز شریف دریم سفر دی. نوموړی په وروستي ځل د پوځ د مشر تر ټاکل کیدو مخکې د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې لندن ته تللی وو.
سیاسي شنونکي څه وایي؟
د سیاسي کارپوهانو په اند شهباز شریف به له خپل ورور سره د هغه د سیاسي تجربو په پام کې نیولو سره په پنجاب ایالت کې د انتخاباتو ترسره کولو په اړه د محکمې د حکم په باب هرو مرو مشورې وکړي.
د سرچینو په حواله نوموړی به له نواز شریف سره په دې اړه هم خبرې وکړي چې له مسلم لیګ ن سره د عدلیې وزارت د روان کشمکش په هکله باید کومه تګلاره خپله کړي.
پاکستان: د شریف زوی چې په فساد تورن دی هیواد ته ستون شوی
نواز شریف تیره ورځ په لندن کې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که د عمران خان سیاست کار وکړي او که نه، خو په هر حال هیواد به پرمخ ځي.» نوموړي دا خبره هم تائیده کړې وه چې لندن ته د شهباز شریف له راتګ سره به له هغه سره وويني.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز