1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاپ پیغام: خدای ان زموږ له تر ټولو بد سره هم مینه لري

۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبه

د کریسمس په مناسبت د پاپ پیغام داسې مهال خپریږي چې کاتلولیکي کلیساګانې پر جنسي ناوړه ګټه اخیستنې سربیره له مخالفتونو او افتضاحاتو سره مخامخ دي. پاپ د کلسیګانو د مشخصو ستونزو یادولو پرته په خپلو خبرو کې یوازې اشارې وکړې.

https://p.dw.com/p/3VJZp
Italien Religion l Weihnachtsmesse - Christmette im Vatikan
انځور: AP/A. Tarantino

د سه شنبې په ورځ، د عیسویانو د اختر یا کریسمس په مناسبت د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په واتیکان کې د سینټ پیټرز بسیلیکا کې ګډونوالو ته د «بې شرطه مینې» کلمې د خپرولو وړاندیز وکړ. د شاوخوا یو اعشاریه درې میلیارده کاتوليک مذهبه انسانانو دغه مذهبي مشر د زرګونو ګډونوالو په منځ کې د کریسمس مراسم پر ځای کړل.

پاپ د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: «کریسمس موږ ته دا را په یادوي چې خدای زموږ ټولو سره مینه کوي ان زموږ له تر ټولو بد [شخص] سره مینه کوي.» دغه مراسم په ټوله نړۍ کې په میلیونونو عیسويانو په ژوندۍ بڼه تعقیبول او تر کلیسا دباندي هم د لیدونکو له پاره سترې پردې نصب شوې وې.

په واتیکان کې د کریسمس په مناسبت را ټولو شویو ګډونوالو ته د عیسويانو ۲۶۶ مذهبي مشر په خپله وینا کې وویل: «کیدای شې تاسې په نظریو کې اشتباهات لرلي وي، کیدای شي تاسې هرڅه ګډوډ کړي وي، خو بیا هم خدای له تاسې سره مینه کوي. خو بیا هم خدای داسې نه دی هغه تل زموږ سره مینه کوي.»

Vatikan | Weihnachtsmesse - Christmette im Petersdom
انځور: Getty Images/AFP/A. Pizzoli

په دې وروستیو کې د کلیساګانو د مذهبي مشرانو له لوري د ناوړه جنسي استفادو په هکله زرګونه رپوټونه خپاره شوي دي. پر کلیساګانو باندې داسې تورونه هم لګول کیږي چې د کلیساګانو د تر ټولو ستر مذهبي مشر له لوري پر دغو جرمونو باندې پردې اچول کیږي.د نویو اصلاحاتو پر اساس، اوس د مذهبي مشرانو د پلټنې پر وړاندې د پولیسو له پاره تر ټولو لوی خنډ له مخې لیرې کړل شو. په ورته وخت کې واتیکان د مالي فساد له تورنو سره هم لاس او ګریوان دی.

د ۸۳ کلن پاپ فرانیسس په خبره داسې فکر مه کوئ چې له انسانیت سره مینه د وخت ضایع کول دي. هغه وویل: «ټینګه اراده ولرئ، اعتماد له لاسه مه ورکوئ او د هیلو ځولۍ مه پریږدئ. د نورو له پاره ډالۍ شئ ځکه دا کار ژوند ته هدف وربخښي. له نورو سره له مرستې کولو وړاندې له هغوی څخه د درناوي هیله مه لرئ، له ګاونډیو سره د ښه چلند له پاره د هغوی د ښه کیدو په تمه مه کښینئ.»

برلين نوي کال ته تياری نيسي

ټاکل شوې چې پاپ فرانیس به نن هم د کریسمس په مناسبت ویناوې ولري خو د کریسمس د شپې د مراسمو برعکس د نن ورځې وینا به یې تر ډیره پورې د کریسمس یا د عیسویانو د اختر پر ارزښټ تمرکز ولري.

زموږ له آرشیف څخه: