د ټاکنو پر ورځ به له ۸۰۰ زیات مرکزونه تړلي وي
۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه چمتو دی ترڅو د رای اچوونې د ۶۳۵۶ مرکزونو امنیت ټینگ کړي. خو دغه چارواکي روښانوي چې ۸۱۳ مرکزونه به د ناامنیو او د لارو د تړل کیدو له کبله د ټاکنو پر ورځ تړلي پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له امنیتي بنسټونو څخه غوښتي وو چې د ۷۱۶۹ مرکزونو امنیت ټینگ کړي.
د ټاکنو د امنیت کمیسیون مشر جنرال سالم احساس، وایي: «د امنیتي ځواکونو د وروستیو ارزونو له مخې، هغوی بشپړه وړتیا لري چې د دغو مرکزونو امنیت ټینگ کړي ترڅو خلک په کې له خپل قانوني حق [د رای ورکولو حق] څخه استفاده وکړي.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت همداراز ۱۲۵۰۰ ښځو ته هم روزنه ورکړې ده چې د ټاکنو پر ورځ د رای اچوونې په ښځینه مرکزونو کې د رای اچوونکې د تلاشي دنده پر غاړه واخلي.
امنیتي چارواکو د هغو ولسوالو نومونه نه دی په ډاگه کړي چې په کې د رای اچوونې مرکزونه تړلي پاتې شي، خو ویلي یې دي چې دا ولسوالۍ په بادغیس، فراه، هرات، غزني، هلمند، ننگرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، سرپل او بدخشان ولایتونو کې دي. د کورنیو چارو وزارت روښانه کړې ده، هغه ولسوالۍ چې له پاکستان سره پر پوله پرتې دي د ناامنیو تر ټولو لوړه کچه لري.
عادلانه ټاکنې؟
د ړنو او عادلانه ټاکنو د په لاره اچولو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تر ټولو لویه اندیښنه امنیتي گواښونه دي. دغه کمیسیون وایي چې د ټاکنو د په لاره اچولو او په دې بهیر کې د خلکو د گډون له پاره ټول چمتوالی نیول شوی دی، خو زیاتوي په هغه صورت کې چې امنیت ټینگ نه وي خلک نه شي کولای چې له خپل حق څخه چې د رایو کارول دي گټه واخلي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، وویل: «زموږ تر ټولو لویه اندیښنه امنیتي ستونزې دي. په تیرو ټاکنو کې د رای اچوونې پر ورځ ۲۰۵ مرکزونه وتړل شول چې له کبله یې زموږ ډیر شمیر هیوادوال د خپلو رایو له کارولو محروم شول.»
د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې یوه بله لویه ستونزه د رای پاڼو کمیدل وو. خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دا ځل یې ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره رای پاڼې چمتو کړې دي ترڅو بیا له دغې ستونزې سره لاس او گریوان نه شي.
د ټاکنو په بهیر کې د امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو مداخله یوه بله اندیښنه ده چې کیدای شي له کبله یې افغانان و نه شي کولای خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو د لومړي پړاو په اړه یو لوی شکایت دا وو چې په ځینو مواردو کې سیمه ییزو زورواکانو، دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د خلکو پر ځای په صندوقونو کې رایې اچولې دي، خو نورستاني ټینگار وکړ چې دا ځل باید دغه کار تکرار نه شي: «باید په ټاکنیزو چارو کې له مداخله کولو څخه ډډه وکړي او امنیتي ځواکونه باید په هغه ډول چې ورته دنده سپارل شوې ده خپل کارونه پر مخ یوسي.»
د ټاکنو پر بهیر باندې څارنه
پلان شوې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو پر دویم پړاو باندې د دواړو نوماندانو ۱۰۰ زره څارونکي نظارت وکړي. پر دې سربیره رسنې او د مدني ټولنو استازې هم دغه بهیر څاري.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویاند فهیم نعیمي، ویلي دي چې څارونکي کولای شي د ټاکنو له شفافیت سره ډیره مرسته وکړي: «څارونکي دا صلاحیت لري چې د تقلب په لیدو سره، مداخله وکړي او د هغه مخه ونیسي. که په هغه وخت کې و نه توانیدل چې مخه یې ونیسي کولای شي چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي.»
په عین حال کې د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې څارونکي کولای شي د راې پاڼو د نښاني کولو له غرفو پرته د ټاکنیزو مرکزونو پر ټولو برخو باندې څارنه وکړي.