د يورو د ژغورني د وجهي صندوق په لانجه کي ميرکل بريالۍ سوه
۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه523 پارلمان استازو د نوموړي صندوق، چي هدف يې د يونان په شمول د يورو د حوزې د مالي لحاظه ځپل سوو هيوادونو سره مرسته ده، په پلوي رايي ورکړې. د هغي شورا 85 استازو له داسي يو مالي صندوق سره مخالفت وکړ. درې نورو استازو مستنکفي رايي ورکړې.
دا د آلمان د صدارعظمي، انګلا ميرکل لپاره يوه مهم پريکړه وه، ځکه د هغې د مسيحي ديموکرات ګوند ځينو استازو د يورو د ژغورني صندوق، چي آلمان پکښي تر نورو زياته مالي ونډه بايد واخلي، مخالفت درلود.
تر دې تصويب مخکي داسي ويل کيده، چي ښايي ميرکل ونه توانيږي، په حکومت کي د ايتلافي ګوندونو د اکثريت استازو ملاتړ ترلاسه کړي. خو د ايتلافي ګوندو د ځينو استازو د نيوکو سره سره، د صدراعظمي ميرکل د اتيلاف حکومت 315 استازو د يورو د ژغورني د وجهي صندوق د لمن د پراخيدو په پلوي رايي ورکړي.
په حقيقت کي په دې سره څلور رايي تر هغه هم زياتي دي، چي ميرکل د خپل دي پلان د تصويب لپاره اړتيا ورته درلوده. معني دا چي، حکومت د مخالف ګوندونو، سوسيال ديموکرات او د شنو يا ګورينن د ګوند د استازو رايو ته اړتيا پيدا نه کړه.
د آلمان فدرالي شورا په دې پريکړي سره د يورو د ژغورني په وجهي صندوق کي د آلمان مالي ونډه د 123 ملياردو يورو څخه 211 مليارده يورو ته لوړه سوه. په ټوليزه توګه په دغه صندوق کي 780 مليارد يورو اچول کيږي او له دغو پيسو څخه د يورو د حوزې له هغو هيوادونو سره مرسته کيږي چي له مالي لحاظه له کړکيچ سره مخامخ کيږي.
که څه هم د مخالف ګوند سوسيال ديموکرات استازو د حکومت له دغه پلان څخه ملاتړ وکړ او هغه يي تصويب کړ، خو د هغه پارلماني استازي، پيرشتاين برويک، چي پخوا د آلمان د ماليي وزير ؤ او ښايي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي د صدراعظمۍ لپاره ځان کانديد کړي، په خپلي وينا کي پر صدراعظمي ميرکل باندي تور ولګاوه، چي په دې ستراتيژۍ سره، چي هر ځل د يورو د ژغورني لپاره يو نوی پلان وړاندي کوي، په حقيقت کي غواړي چي د خپلي واکمني دوره اوږده کړي او د هغه د خپلي وينا له مخي « نور نو څوک منلای او زغملای» نه سي.
نوموي پر انګلا ميرکل باندي نيوکه وکړه، چي د يورو د ستونزو او دا چي له مالي لحاظه ځپل سوي هيوادونه څومره پيسو ته اړتيا لري، تراوسه پوري خپلو خلکو ته رښتيا نه دي ويلي:
« مېرمن ميرکل! که چيري يو هيواد دغه دولتي ضمانتي پورونه بيرته ور نه شي کړای، تاسي خپلو خلکو ته ويلای سی، چي څوک د پورنو د بيرته ورړکړي ضمانت کوي. آيا اوس هغه وخت نه دی رارسيدلی چي تاسي خپلو خلکو ته حقيقت وواياست؟»
د شنو ګوند هم د دې پريکړي په پلوۍ رايه ورکړه، خو د نوموړي ګوند پارلماني مشر، يورګن ترتيين حکومت تر نيوکو لاندي ونيو، چي ددغه صندوق د تصويب لپاره يي ډيرځنډ وکړ:
« دغسي ځند او تردد د آلمان د ماليه ورکوونکو لپاره ډير ګران تمام سو، او همدا وجه ده چي مالي کړکيچ هم لا تراوسه پوري دوام پيدا کړ.»
کين اړخي ګوند د يورو د ژغورني د وجهي صندوق په مخالفت رايي ورکړې او د هغه پارلماني مشر، ګرګيو ګيزي وويل:
« دا د يونان او يا د يونان د خلکو د ژغورني لپاره نه، بلکي د بانکونو د ژغونري لپاره يو صندوق دی، ځکه نو موږ مخالفه رايه ورکوو.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل