د يو څو زرو کسانو حج
په عادي حالت کي په ميليونو مسلمانان هرکال پر کعبې شريفې باندي طواف کوي. سږکال يوازي د يوه آنلايني بهير له لاري انتخاب سوي يو څو زره کسان اجازه لري د حج مراسم ترسره کړي. هغه هم ترسختو شرايطو لاندي.
په کعبه شريفه کي تياری نيول
د سه شنبې تر ورځي پوري په کعبه شريفه کي د حج د سږني مراسمو له پاره د صفايي کارونو دوام درلود. خو په ۲۰۲۰ کال کي د نورو عادي امادګيو او صفاکاريو ترڅنګ د کعبې پر شاوخوا، د مځکي پر فرش باندي د ټولنيز واټن نيولو په اړه علامې هم لګول سوي.
د ټولنيز واټن په پام کي نيولو سره د کعبې طواف
په داسي حال کي چي هرکال به په لسونو زره کسان اوه واره د کعبې پر شاوخوا راګرځيدل د کرونا په کال کي به د هغوی شمير ډير لږ وي. د حداقل يونيم متر ټولنيز واټن په لرلو به مسلمانان د کعبې سږني طواف ترسره کړي. دغه کسان د يوه آنلايني بهير له لاري انتخاب سوي، مکې معظمې ته د راتګ سره سم د هغوی تبه اندازه سوې او دوې اونۍ قرانطين سوي دي.
ماسکونه او يونيفورم
په مکه معظمه کي امنيتي کسان هم د کرونا د تدابيرو په پام کي نيولو سره ولاړ دي. هغه په لسونو زره زيارت کوونکي چي سږکال مکې معظمې ته راغلي له ۱۶۰ هيوادونو څخه دي خو ټول په سعودي عربستان کي ژوند کوي. سږکال په الوتکه کي سفر ناممکن وو. سعودي عربستان له کوويد ۱۹ څخه سخت زيانمن سوی تر اوسه پوري ۲۵۰ زره کسان د کرونا په ويروس اخته سوي.
له ماسکونو او سفري بکسونو سره
يوازي هغه مسلمانان چي په هيواد کي دننه ژوند کوي، اجازه لري د حج په سږنيو مراسمو کي برخه واخلي. هر مسلمان مکلف دی چي په خپل ژوند کي يو وار د حج د مراسمو د ادا کولو له پاره مکې معظمې ته سفر وکړي. هغه هم په دې شرط چي توان يې ولري، صحتمند او بالغ وي.
د ټولنيز واټن په نظرکي نيولو سره د شيطان ويشتل
مکې معظمې ته نژدې، په ډبرو باندي د شيطان ويشتل هم د حج د مراسمو يوه برخه ده. خو سږکال به دلته هم ټولنيز واټن مراعات سي. زيارت کوونکي به د کرونا له پانديمي سره مناسب تجهيزات تر لاسه کړي، لکه عفوني سوي ډبري، جای نمازونه او ضدعفوني مواد.
يو له بل او کعبې شريفي څخه واټن نيول
په کعبه شريفه کي زيارت کوونکي نه يوازي يو له بل څخه ټولنيز واټن په پام کي نيسي، بلکي په خپله له کعبې شريفي څخه هم سږکال هغوی مجبور دي ټاکل سوې فاصله په نظر کي ونيسي. د نورو کلونو برعکس سږکال زيارت کوونکي اجازه نه لري چي کعبه شريفه لمس کړي.
تيرو کلونو ته يو نظر
دوه کاله مخکي لا مکې معظمې ته نژدې په مينا کي د حج مراسم دا ډول معلوميدل. څه د پاسه دوه ميليونه زيارت کوونکي مکې معظمې ته راغلي ول. د حج مراسم د مذهبي ګټو ترڅنګ اقتصادي ګټي هم لري. سعودي عربستان به هر کال په ميلياردو ډالر ددغو مراسمو له لاري تر لاسه کول. په مکه معظمه او د هغې پر شاوخوا به په سونو زره کسان په کارونو اخته ول.