د هټلر لاسي ساعت تر یو میلیون ډالرو په لوړه بیه وپلورل شو
۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبهد آلمان د دریم رایش رهبر او دیکتاتور د په لاس کولو طلایي ساعت، د یوه شخړیز لیلام په ترڅ کې د یو میلیون او سل زره ډالرو په قیمت وپلورل شو.
د امریکایی نیلام کونکي شرکت «الکسانډر هیستوریکال اکشنز» د رپوټ پر بنسټ د سرو زرو یو لاسي ساعت چې ویل کیږي د هټلر پورې یې تعلق درلود او پر پوښ یي د دریم رایش باز یا عقاب، مات صلیب او د نازیانو د دغه مشر د نوم مخفف (A.H) حکاکي شوی و، اوس د یوه داسې خریدار پورې اړه لري چې غوښتنه یي کړې وه هویت یې باید پټ وساتل شي. د دغه ساعت د لیلام لومړنۍ بیه د ۲ او ۴ میلیونه ډالرو ترمنځ ټاکل شوې وه.
ویل کیږي چې هیټلر ته دا ساعت په ۱۹۳۳م کال کې د هغه د زیږیدو د کلیزې په مناسبت په تحفه کې ورکړل شوی و چې د ۱۹۴۵م کال د می میاشتې په ۴ نیټه د دغه دیکتاتور تر ځان وژنې وروسته، یوه فرانسوي عسکر په بایرن آلپ کې د هیټلر په قصر کې موندلی و.
په دې ځای کې به هیټلر خپلې رخصتۍ تیرولې. وروسته بیا دغه ساعت د همدې سرتیري د کورنۍ غړو ترمنځ لاس په لاس کیده.
دغه لیلام د یهودانو د ټولنې او یو شمیر فعالانو له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شو. د اروپا د یهودانو د ټولنې مشر د هیټلر د اموالو لیلام «غیر مسئولانه او پارونکی» بللی او زیاته کړې یي ده چې دغه اقدام به د ډیرو خلکو احساساتو ته زیان ورسوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح