د هند مشهورې هندو-مسلمان جوړې
په هند کې ځینې داسې مشهور کسان شته چې د بل مذهب سره تړاو درلودونکی یې د خپل ژوندانه ملگري گرځولی وي. پوهیږئ چې دغه کسان څوک دي؟ ځینې یې د انځورونو په لاندینۍ گالرۍ کې لیدلی شئ.
شاہ رخ خان - گوري خان
شاه رخ خان، چې د بالییوډ د پاچا په نوم هم یادیږي په یوه پنجابي هندو کورنۍ کې زیږیدلي گوري چهبر سره په ۱۹۹۱م کال کې واده وکړ، چې بیا یې نوم په گوري خان واوښت. دواړه درې ماشومان لري.
رتیک روشن - سوزین خان
فلمي ستوري رتیک روشن او سوزین خان په ۲۰۰۰م کال کې واده وکړ، خو په ۲۰۱۴م کال کې یې له یو بل څخه د بیلیدو پریکړه وکړه. سوزین خان د هنرمند سنجی خان لور ده. په دغه انځور کې رتیک روشن له هنرمندې پوجا هیج، سره لیدل کیږي.
د سلمان خان کورنۍ
سلمان خان که څه هم لا واده نه دی کړی، خو په کورنۍ کې یې ځینې داسې کسان شته چې د بیلابیلو مذهبونو له خلکو سره یې ودونه کړي دي. د سلمان خان د مور نوم لومړی سشیلا چرک وو، خو د سلمان خان د پلاره سلیم خان سره تر واده کولو وروسته یې نوم سلمی خان ته واوښت. سلیم خان له پارسي هنرمندې هیلن سره هم واده کړی وو. د سلمان خان ورونو ارباز او سهیل خان هم له هندو مذهب سره تړاو درلودونکو نجونو سره ودونه کړي دي.
سیف علي خان - امرتا سنگھ - کرینه کپور
د سیف علي خان او امرتا سنگهـ واده کابو ۱۳ کاله دوام وکړ. په ۲۰۰۴م کال کې له یو بل څخه بیل شول. تر هغې وروسته سیف علي خان په ۲۰۱۲م کال کې له کرینه کپور سره واده وکړ.
عمران هاشمي - پروین ساہني
د بالیووډ یوه بل مشهور فلمي لوبغاړي عمران هاشمي په ۲۰۰۶م کال کې له پروین ساهني سره واده وکړ. دغه انځور د «ډرټي پکچر» د مشهورتیا له پاره وو چې د عمران هاشمي تر څنگ هنرمنده ودیا بالن، لیدل کیږي.
ممتاز - میور مادھواني
د تیرو وختونو یوه مشهوره هنرمنده ممتاز، له یوې مسلمانې کورنۍ څخه وو. په ۱۹۷۴م کال کې هغې له یوه کاروباري شخصیت میور مادهواني سره واده وکړ.
نرگس دت - سنیل دت
مور او پلار یې د نرگس نوم فاطمه راشد ایښی وو. که څه هم د فلم په پرده د هغې جوړه راج کپور وو، خو په اصلي ژوند کې یې سنیل دت د خپل ژوند ملگری گرځولی وو.
کشور کمار - مدھوبالا
دغه انځور د «مغل اعظم» د فلم دی چې پکښې دلیپ کمار د مسلمانې فلمي هنرمندې مدهو بالا سره لیدل کیږي. مدهو بالا واده له سندرغاړي او فلمي هنرمند کشور کمار سره کړی وو. د مدهو بالا لومړنی نوم ممتا جهان دهلوي وو او هغه د هندي سینما له ښایسته هنرمندانو څخه شمیرل کیده. مدهوبالا په مغل اعظم فلم کې د انار کلي، نه هیریدونکی نقش لوبولی وو.
شرمیلا ټیگور - نواب پټودی
دا د اویایمي لسیزی مشهوره هنرمنده شرمیلا ټیگور ده، چې د هند د کریکټ له کپتان منصور علي خان پټو دي، سره یې واده کړ وو. پټو دي، په ۲۰۱۱م کال د ۷۰ کلونو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې.
وحیدہ رحمان- ششي ریکھي
د ښایسته مسکا او ښې هنرمندۍ له پاره مشهورې وحیده رحمان په ۱۹۷۴م کال کې له فلمي لوبغاړي ششي ریکهي، سره واده وکړه چې د هنرمند په توگه د کملجیت په نوم مشهور وو. ششي ریکهي په ۲۰۰۰م کال کې له اوږدۍ ناروغۍ وروسته ششي ریکهي مړه شوه.
استاد امجد علي خان - سبھا لكشمي
استاد امجد علي خان چې د نغمو له سُرونو سره به لوبیده په ۱۹۷۶م کال کې د کلاسیکي نڅا له پاره مشهورې هنرمندې سبها لکشمي سره واده وکړ. د هغه دوه زامن امان او ایان هم نغمې غږوي.
زرینه وهاب - آدتیه پنچولي
زرینه وهاب د ۱۹۸۰م لسیزي مشهوره فلمي هنرمنده ده. هغې فلمي لوبغاړی آتیه پنچولي، د خپل ژوندانه د شریک په توگه غوره کړه. د هغوی زوی سورج پنچولي په «هیرو» نومې فلمې کې په کار کولو سره په بالیووډ کې قدم کښیود.
فرح خان - شریش كندر
د یوې پارسۍ مور او مسلمان پلار لور فرح خان لومړی د نڅا له فن سره تړاو درلوده او بیا وروسته د فلم د جوړونکي په توگه راڅرگنده شوه. هغې په ۲۰۰۴م کال کې «مې هو نا» د فلم له ایډیټر شریش کندر سره واده وکړ.
سنیل شیټي- مانا شیټي
د فلمي لوبغاړی سنیل شیټي میرمن مانا شیټي د یوه مسلمان پلار او هندو مور لور ده. له واده مخکې د هغې نوم منیشا قادري وو. په ۱۹۹۱م کال کې هغوی دواړه واده وکړ.
منوج واجپايي- شبانه رضا
«ستیا»، «شول»، «ویر - زارا»، «علي گړهـ» او د «سیاست» په شان د فلمونو مشهور لوبغاړي منوج واجپایي په ۲۰۰۶م کال کې له شبانه رضا سره واده وکړ. له واده وروسته شبانه خپل نوم نیها کښیود.
سچن پائلټ - سارہ پائلټ
د کانگرس گوند د ځوان سیاستوال سچن پائلټ د میرمنې نوم ساره پائلټ دی. ساره د هند تر ولکې جمو او کشمیر د پخواني ایالتي وزیر فاروق عبدالله لور ده. دواړه دوه زامن لري چې اران او وهان نومیږي.
عمر عبداللہ - پازیب ناتھ
د جمو او کشمیر پخواني ایالتي وزیر عمر عبدالله په ۱۹۹۴م کال کې د پازیب ناتهـ سره واده وکړ، خو په ۲۰۱۱م کال کې له یو بل بېل شول.
مختار عباس نقوي - حد نقوي
مختار عباس نقوي، د بهارتیه جنتا پارټي (بي جی پي) یو مشر او په گوند کې مهمه مسلمانه څیره ده. د هغه د میرمنې نوم حد نقوي دی، چې له یوه هندو مذهبه کورنۍ سره یې تړاو درلود.
ظہیر خان - ساگریکا گھاټگی
د هند د کریکټ مشهور لوبغاړي ظهیر خان په تیر نزدې وخت کې له فلمي هنرمندې ساگریکا گهاټکی سره د واده اعلان کړی دی ساگریگا گهاټکی «چک دی»، «رش» او نورو فلمونو کې کار کړی دی.