د هند د لوې درستیز چورلکه غورځيدلې؛ ۴ کسان مړه دي
۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبهرويټرز خبري آژانس د چارواکو له قولي خبر ورکوي چې د پېښې په تړاو پلټنې رواني تر څو وکتل شي چې آیا جنرال بپن راوت هم د وژل شوو کسانو په ډله کې دی او که نه.
دوو پوځي سرچينو ويلي دي چې دوی هڅه کوي چې د جنرال راوت په هکله د معلوماتو لټون چټک کړي. دوی ويلي دي چې دغه پوځي چورلکه د کونور په نوم ښارکوټي ته نژدې غورځيدلې ده.
له دغو دوو پوځي منابعو څخه يوه يې رويټرز ته وويل: «موږ تر اوسه نه پوهیږو.» دغو دواړو منابعو د نومونو له ښودلو ډډه کړې ده. دوو نورو حکومتي چارواکو بیا ويلي دي چې په پيښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
زیاته شوې ده چې جنرال بپن راوت د هندوستان په سولور سیمه کې د هندوستان د هوايي ځواک اړوند يوه مرکز څخه د هندوستان تامل نادو ایالت کې یوه پوځي کالج ته سفر کاوه. هغه غوښتل هلته يوه وینا وکړي.
راوت د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د صدراعظم نریندرا مودي له خوا د هندوستان د لومړني لوی درستيز په توګه وګمارل شو. دغه پوځي مقام د هندوستان د درو ځواکونو، پوځ، سمندري ځواک او هوايي ځواک د ادغام په موخه رامنځ ته شوی دی.
د هندوستان هوايي ځواک ويلي دي چې جنرال راوټ په یوه (Mi-17V5) ډوله روسۍ چورلکه کې سفر کاوه. هندوستان د روسيې ساخت له دغه ماډل چورلکو څخه ډيرې لري چې تر ډيره د هندوستان د لوړ پوړو پوځيانو او دغه راز د وزیرانو له خوا پوځي سیمو ته د ورتلو پر وخت کارول کیږي.
د هندوستان د پوځ پخواني مشر د دغو چورلکو په اړه وويل: «دا خوندي او امن چورلکې دي چې ما په کې په سختو شرایطو کې سفرونه کړي دي.»
د رويټرز د همکار آژانس ANI او د ځايي رسنیو له خوا په خپره شوې ويډیو کې ژغورونکې ډله ښودل کیږي چې په يوه ځنګلي سیمه کې د غورځيدلې چورلکې پر ټوټو باندې کار کوي.
د هندوستان هوايي ځواک پر ټويټر ليکلی دي چې د پيښې د رامنځ ته کیدو د علت په اړه د تحقیقاتو امر شوی دی.