د هسپانيې ساحلي پوليسو په مديترانه کې ۴۵۰ کډوال ژغورلي
۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبههسپانویانو يو وار بيا په سلګونه پناه غوښتونکې له اوبو څخه ژغورلې دي. ژغورل شوي کسان ساحلي ښار تاريفا ته ليږدول شوي. دساحلی څارونکو له خوا د دغه پناه غوښتونکو د ژغورنې خبر، دوي په خپل تويتر کې خپور کړې دې.
دغه مهاجرو له مراکش څخه پر اوبو د راتیریدلو جرآت کړی دی . هسپانيا اوس د اېتالیا پر ځای اروپايي اتحادیې ته د راتلونکو مهاجرو پر لومړي تمځای بدله شوې ده . په روم کې نوی ښي اړخه حکومت نور د پناه غوښتونکو کومې کښتۍ ته د ورتللو له پاره په سختۍ سره اجازه ورکوي. سربيره پر دې د ليبيا چارواکو هم د انسانی قاچاق کونکو پر ضد اقدامات سخت کړي دي. له همدې کبله ډير پناه غوښتونکي اوس الجزاير او مراکش ته ځي او له هغه ځایه بيا هسپانیا ته د ورتللو هڅه کوي.د مهاجرینو نړيوال سازمان(آي او ام) د معلوماتو له مخې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې، نږدي ۲۳۰۰۰ مهاجر د سمندر له لارې اسپانیا ته راغلي دي. له دوي څخه یې اروپا ته د تګ په لاره کې ۳۰۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې دې.
اېټالوي بیړۍ د لیبیايانو له پاره
دغه راز اېټالويان د ليبيا له ساحلي ساتونکو نه ملاتړ کوي او دغه کورنۍ جګړه ځپلي هيواد ته يې دولس کښتۍ په واک کې ورکړي دي. له هغه راهیسې چې د روم په سنا کې د عوامپاله حکومت پلان ومنل شو، د پناه غوښتونکو پر وړاندې دريځ يې سخت کړې دي.
لیبيا يان له ايټاليې څخه د څارنې لس کښتۍ او د اېتالیې د ځانگړو پوليسو څخه چې فينان پوليس ورته ويل کيږي، دوه کښتۍ ترلاسه کوي . د آناسا خبري آژانس د خبر له مخې يو څو يې بايد د روانې مياشتې په وروستيو کي د کار له پاره چمتو وي.
زړه بوګنونکي پيښې
د یو ماشوم او یوې ښځې مړي چې د ماتو لرګو په منځ کې د يوې ربړې کښتې له منځه تللو وروسته پيدا شوي.د مهاجرو نړيوال سازمان څخه فلايو دي ګياکومو د يوې زړه بوږنونکي پيښې په هکله خبرې کوي.
اېتالیې له تیر دوبې راهیسې د ليبيا له ساحلي ساتونکو څخه ډير ملاتړ کړې، چې دا کار د اېتالیې د پخواني سوسيال ديموکرات حکومت په خپل سواحلو کې په سونه زره ژغورل شويو کډوالو ته د پناه تر ورکړې وروسته پيل کړی.
له هغه وروسته اېتاليا ته مهاجرينو د راتګ شمير ډير کم شوې دې. د اروپا په لور د ليبيا لار ډيره خطري ده. ايتاليې او هم اروپا، د ليبيا ساحلي څارونکو سمندری قواو ته روزنه ورکړي، خود اقداماتو او کارونو په اړوند يې پر ليبیا سخت انتقادونه کیږي.
د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو ګوند د ليبیا ساحلي ساتونکو او اروپا تر منځ د گډ کار په اړه خبردارې ورکوي. د اروپا د سياست په اړه د آلمان کیڼ اړخو ګوند وياند د آلمان رسنیو آژانس ته ویلي :«په هيڅ حالت کې د اروپا سرحد ساتلو سازمان فرونتکس د سمندري پيښو معلومات ،د ليبيا له ساحلي ساتونکو سره شریکي نه کړي. دوي چې د سیمه ايزو پلیسو په توګه دي خو د سمندري غلو په توګه عمل کوي.»
مدام د جبل الطارق پر لار ډير خلک راځي.
سږکال د ليبيا ساتونکو له ۱۲۰۰۰ څخه زيات د پناه غوښتونکو کښتۍ بیرته ګرزولي دي چیرته چې دوی په کمپونو کي د بندي کيدو او حتې د شکنجه کيدو له ګواښ سره مخامخ کيږي. مرستندويه سازمانونه تل د ليبيا پر ساحلي ساتونکو د ژغورنې په ماموريت کې د بې پرواي او د زور زياتي څخه د ډک چلند تور پورې کوي.