د هریرود پر سر د تهران او کابل لانجه؛ ایا کوم تړون شته؟
۱۴۰۳ دی ۲۶, چهارشنبهد پاشدان د اوبو بند هرات ولایت کې د هریرود پر سیند جوړېږي. د دې بند د جوړېدو چارې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل شوې او پام کې وه، چې په دریو کلونو کې پای ته ورسېږي؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله د دغه بند د جوړېدو چارې ودرېدې. د هریرود سیند د افغانستان له مرکزي غرونو سرچینه اخلي او د ایران له پولو څخه بیا تر ترکمنستان ته رسېږي. د اوبو دا بند د هرات له ښاره ۲۵ کیلومتره لیرې کرخ ولسوالۍ کې جوړېږي.
پاشدان بند د ۴۵ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او دغه راز دوه میګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي. د دې بند په جوړېدو سره به ۱۳ زره هکټاره کرهیزه ځمکه خړوپه شي. پر افغانستان واکمنو طالبانو د ۱۴۰۳ لمریز کال د غوايي پر ۹ نېټه د دغې بند کارونه بیل پیل کړل.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د دغې بند د کارونو د بیا پرانستې مراسمو ته وویل، چې افغانستان باید اقتصادي ځان بسیايېنې ته د رسېدو له پاره اوبه او طبیعي سرچینې مدیریت کړي. د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۴ نېټه خبر ورکړ، چې د دغې بند د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.
ایران ولې د دې بند د جوړېدو مخالفت کوي؟
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې پر ۱۵ نېټه له طالبانو ایران ته له افغانستانه د تلونکو اوبو د خنډونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړې او حقوق دې په نظر کې ونیول شي.
د ایران د باندنیو چارو وزارت د پاشدان بند څخه د ګټې اخستنې په غبرګون کې ویلي، چې د دوه اړخیزو تړونونو پر اساس د ایران حق په نظر کې نه نیولو پرته له اوبهییزو حوزو څخه ګټه نه شي اخستل کېدای.
دغې ایراني چارواکي ویلي، چې »ایران دغې هېواد ته د روانو اوبو د نامناسب محدودیت او یا د سیندونو د انحراف په اړه خپل سخت اعتراض او اندېښنه« څرګنده کړې ده. د ایران د اوبو صنعت ادارې ویاند عیسی بزرګزاده د هرات د پاشدان بند جوړېدل له هریرود سیند څخه «یو اړخیزه ګټنه اخستنه» یاده کړې ده. هغه ویلي، چې د افغانستان له لوري دا یو اړخیز اقدام نه یوازې دا، چې د میلیونونو انسانانو د څښاک اوبه اغیزمنوي، چاپیریال ته هم په زیان تمامېږي.
د پاشدان بند جوړېدو په اړه د ایران اعتراض په دوام د مرغومي پر ۱۹ نېټه د طالبانو ادارې د ایران د »غیرمسئولانه نظر« په اړه خبرداری ورکړ. د افغانستان او ایران تر منځ د حقآبې موضوع تېرو کلونو کې هم د کړکېچ موضوع وه. دا هېودونه ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. کابل کې د ایران اوسني سفیر عليرضا بیګدلي د چهارشنبې پر ورځ د طالبانو د رییس الوزرا د پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.
مولوي کبیر ویلي، په داسې حال کې چې «د اوبو د ویش پر سره اختلاف د متقابل تفاهم له لارې حل شوی...نامسئوله څرګندونې د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کولی شي.»
پر ایکس شبکې د طالبانو خبرپاڼې کې د دغې طالب چارواکي له قوله راغلي:«افغانستان کې داسې کومه موضوع نه شته، چې له ایران سره اړیکو ته زیان ورسوي» او «د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته یې ښه نیت ښودلی دی.»
ایا د دواړو هېوادونو تر منځ کوم تړون شته؟
دویچه ویله په دې اړه د اوبو او چاپیریال له دریو کارپوهانو او پخوانیو چارواکیو سره خبرې کړي او هغوی زیاته کړې، چې د هریرود پر سر د ایران او افغانستان تر منځ هېڅ تړون نه دی شوی.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت پخواني وزیر نجیب آقا فهیم دویچه ویله ته وویل، د هریرود سیند پر سر د ایران او افغانستان اختلافات هغه مهال پیل شول، چې ایران او ترکمنستان په ۱۳۸۰ لمریزه لسیزه کې په ګډه د دوستۍ په نوم بند جوړ کړ. ښاغلي فهیم وویل:«هغوی په یو اړخیز ډول اقدام وکړ او افغانستان ته یې اصلآ خبر ور نه کړ او شریکه یې نه کړه.»
دې پخواني چارواکي وویل، تهران د افغانستان له موافقې پرته د دوستۍ بند مشهد ته ولېږداوه. د دوستۍ بند د ایران په ختیځ خراسان رضوي کې جوړ شوی او د مشهد ښار د اړتیا وړ اوبه له همدې بند څخه تامنیږي. افغانستان پر هریرود سیند دوه بندونه جوړ کړي، چې یو یې سلما او بل همدا پاشدان دی، چې د دواړو له جوړېدو سره یې ایران مخالف دی.
نجیب آقا فهیم وویل، ایران خپلې خاورې کې د هریرود پر اړوندو څانګو ۲۰ بندونه جوړ کړي او نیږدې ټولې څانګې یې په یو اړخیز ډول مهار کړي او ګټه ترې اخلي.
د اوبو نړیوال کنوانسیونونه څه وايي؟
د اوبو او چاپیریال ایراني- امریکايي شناند نیک آهنګ کوثر دویچه ویله ته وویل، افغانستان او ایران د هریرود پر سر کوم مشخص تړون نه لري.
هغه وویل:«مهمه مسله دا ده چې که چیرې د ګډې حوزې په فرعي حوزو او سیندونو یو بند جوړ شي، چې دا مسئله د حقآبې د کمېدو او په ښکته سیمو کې د اوبو د کمښت لامل شي، نو دا به خامخا پر چاپیریال، ټولنې او آن اقتصاد منفي اغېزې ولري.»
تر اوسه نه دي ویل شوي، چې د سلما او پاشدان بندونو په جوړېدو سره به په ایران کې تر اوبه لاندې څومره سیمې زیانمنې شي او څومره به د کرنیزو او څښاک اوبو کمی رامنځته شي.
له پولو د هاخوا اوبو او چاپیریال کارپوه نجیب سدید دویچه ویله ته وویل، پاشدان یو کوچنی بند دی، چې د سیلابونو د اوبو د ذخیرې او مهارولو په موخه جوړ شوی او ایران ته د روانو اوبو پر مخ خنډ نه جوړوي. نوموړی وايي، ایران له دې امله پر افغانستان فشارونه زیات کړي، چې دغې هېواد کې د لویو بندونو د جوړېدو مخه ونیسي.
هغه وویل:«ایران دا مخالفتونه تقویه کوي، څو افغانستان تر فشار لاندې وساتي او له افغانستان ډېرې اوبه ورشي. د ایران موخه داده، چې د هغو لویو بندونو د جوړولو مخه ونیسي، چې هغه پر ښکته سیمو اغیز لرلی شي.»
دا شنونکی وايي، د اوبو نړیوال کنوانسیونونه هغه وخت نقضېږي، چې یو هېواد پر ښکته سیمو د اوبو جریان بند کړي، په داسې حال کې چې د پاشدان کوچنی بند د دغې کنوانسیون دا بند نه نقضوي.
نجیب سدید وویل، د دغې کنوانسیون یوه بل بند د نامعقوله او غیرمنصفانه موخو له پاره د اوبو د سرچینو کارول منع کړي، په داسې حال کې چې «د پاشدان بند ډېر معقول او منصفانه دی، ځکه له یوه اړخه سیلاب کنترولوي او له بل اړخه د هرات شین کمربند ته اوبه ورکوي.»
ژباړه: امید دیدار