د هرات زلزلې مرګژوبله اړولې
۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبهنورزي زیاته کړه دوی په ټولو اغیزمن شوو سیمو کې لټون پیل کړی دی خو زیاته ېې کړه چې کېدای شې د مړو شمېر لوړ شي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان بیا د یکشنبې ورځې په زلزله کې د ۲ کسانو د مړېنې رپوټ ورکړی او زياتوي چې د هرات سیمیز روغتون ته له سلو ډېر ټپیان وروړل شوي دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، عينی شاهدانو هم ويلي چې دوه کسان مړه شوي دی. خبرځای زیاتوي چې یو شمېر خلک ټپیانو ته د وينې ورکولو په موخه روغتون ته ورغلي دي.
په هرات کې لومړنۍ زلزله د اکتوبر په ۷مه وشوه، چې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۲۹۴ کسان مړه او ۱۶۸۸ تنه نور ټپیان او هر کور تخريب شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان یونسیف ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې په وژل شوو کسانو کې ۹۰ سلنه ېې ښځې او ماشومان دي: «ښځې او ماشومان تر ډېره د کور کارونو او د ماشومانو د پالنې له پاره په کورونو کې وي په همدې دليل کله چې ساختمانونه نړيږي دوی تر ټولو ډېر په خطر کې وي.»
(AP)mks/mns