د نړۍ په کوم هیواد کې تر ټولو ډیر موټر کارول کیږي؟
د موټر جوړونې د شرکتونو نړیوالې ادارې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د نفوس په تناسب د موټرو د موجودیت یو لیست چتمو کړی دی. دا چې په کوم هیواد کې تر ټولو ډیر موټر شتون لري په دې انځوریز رپوټ کې یې لوستلی شئ:
۱۔ امریکا
په نړۍ کې تر ټولو ډیرې موټرې امریکایان لري. د شمیرو له مخې له هرو زرو امریکایانو څخه ۸۲۱ تنه یې موټرې لري.
۲۔ نیوزېلانډ
د موټرو د شمیر په اعتبار په دې نوملړ کې دویم نوم د نیوزېلاند هیواد دی. د دغه هیواد له هرو زرو تنو څخه ۸۲۱ یې موټرې لري.
۳۔ آئس لنډ
آئس لنډ چې دری میلیونه نفوس لري، د موټرو د تناسب په اعتبار په اروپا کې لومړی او په نړیواله کچه دریم نمبر کې ځای لري. په دغه کوچني ټاپویې هیواد کې د هرو زرو تنو پر سر ۷۹۶ موټرې موجود دي.
۴۔ مالتا
په څلورم نمبر هم یو بل کوچنی اروپایې هیواد مالتا دی. په دې هیواد کې د هرو زرو تنو پر سر ۷۷۵ موټرې موجود دي.
۵۔ لوکزامبورګ
اروپایې هیواد لوکزامبورګ په دې نوملړ کې په پنځم نمبر کې ځای لري. په دې هیواد کې د هرو زرو تنو وګړو پر سر ۷۴۵ موټرې شتون لري.
۶۔ استرالیا
د دې لیست له مخې استرالیا په شپږم مقام کې ځای لري. په دغه هیواد کې د هرو زرو تنو پر سر ۷۱۸ موټرې موجود دي.
۷۔ برونائ
د برونائ آسیایې هیواد چې ۴۰ میلیونه نفوس لري ۷۱ سلنه (۷۱۱ په هرو زرو تنو) خلک یې موټرې لري. په دې اعتبار د مسلمانو اکثریت درلونکو او آسیایې هیوادونو په اعتبار لومړی او په نړیوال کچه ۷ نمبر کې ځای لري.
۸۔ ایټالیا
ایټالیا هم په نړیواله کچه د دې لیست په ټاپ ټن یا لومړیو لسو هیوادونو کې اتم ځای لري چیرې چې د هرو زرو تنو اتباعو پر سر ۷۰۶ موټرې موجود دي.
۹۔ کاناډا
په کاناډا هیواد کې له هرو زرو تنو اتباعو څخه ۶۴۶ یې موټر لري او د دې درجه بندۍ په اساس په نهم مقام کې ځای لري.
۱۰۔ پولنډ
په پولنډ هیواد کې د هرو زرو تنو پر سر ۶۲۸ موټره موجود دي چې په دې توګه په اروپا کې څلورم او په نړیواله کچه په ۱۰ مقام کې ځای لري، البته د موټرو د موجودیت د زیاتوالي پر بنسټ.
جاپان
جاپاني موټرې په ټوله نړۍ کې مشهوره دي. په دې هیواد کې له هرو زرو تنو څخه ۶۰۹ یې موټرې لري. په دې توګه نو جاپان په نړیواله کچه ۱۳ مقام لري.
آلمان
آلمان هم په نړیواله کچه د موټرو یو له مهمو تولیدونکو هیوادونو څخه دی. خو په دې هیواد کې د هرو زرو تنو پر سر ۵۹۳ موټرې موجود دي چې په دې اساس په دې درجه بندۍ کې په ۱۷ مقام کې ځای لري.
روسیه
که څه هم روسیه یو وار بیا د وسلو د تولید او جوړونې په ځغاسته کې مخکته شوی، خو په دې درجه بندۍ کې ۱۹ ځای لري. په دې هیواد کې د هرو زرو تنو پر سر ۳۵۸ موټرې موجود دي.
چین
دغه هیواد چې په اقتصادي ډګر کې په یو تر ټولو ستر ځواک د بدلیدو په حال کې دی د هرو زرو تنو پر سر ۱۱۸ موټرې په کښې موجود دي. چين په دې درجه بندۍ کې په نړیواله کچه په ۸۹ مقام کې ځای لري.
هند
د نفوس له پلوه د نړۍ په تر ټولو دویم لوی هیواد هند کې د هر زر تنه نفوس پر سر یوازې ۲۲ موټره موجود دي.
پاکستان
پاکستان په دې لیست کې په ۱۲۵ مقام کې ځای لري. د موټر جوړونې د شرکتونو د نړیوالې اتحادیې د شمیرو له مخې دلته د هرو زرو تنو پر سر یوازې ۱۷ موټرې موجود دي.