«د نړۍ په پارلمانونو کې د ښځو شمېر ډېر لږ دی»
۱۴۰۲ اسفند ۱۶, چهارشنبهد نړۍ په پارلمانانو کې د ښځينه قانون جوړونکو د شمېر په هکله، بین الپارلماني اتحاد (آی پي یو) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ ۵) یو فهرست خپور کړی دی. په دغه فهرست کې راغلي دي چې د آلمان مرکزي پارلمان یا (بونديستاګ) د ښځينه غړو د استازو له مخې، د نړۍ د ۱۸۴ هېوادونو په ډله کې ۴۷م دی.
د آلمان د آمارو فدرالي دفتر، دیستاتیس، وايي چې د بوندیستاګ نژدې ۳۵ سلنه غړي ښځې دي.
د تېرو لسو کلونو په پرتله، د آلمان په مرکزي پارلمان کې د ښځېنه استازو په شمېر کې څه باندې یو سلنه کمښت راغلی دی. آي پي یو وايي چې آلمان له دې بابته په ۲۰۱۴م کال کې د هېوادونو په فهرست کې په ۲۱ نمبر کې وو.
نوي ارقام څه وايي؟
بین الاپارلماني اتحاديه وايي چې د روان کال فهرست په واضح توګه بیانوي چې د نړۍ د ټولو ملکونو په پارلمانونو کې د ښځو په استازولۍ کې ډېر کمښت راغلی دی.
خو له بلې خوا په عمومي توګه د ښځينه قانون جوړونکو شمېر لوړ شوی دی. د تازه ارقامو له مخې د نړۍ په سطح پارلمانونو کې د ښځو په مجموعي شمېر کې نژدې یو پر څلور زیاتوالی راغلی دی.
له ۲۰۰۴م کاله تر اوسه پورې په دغه شمېر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی، خو له ۲۰۱۴م کال وروسته پکې يوازې ۳ سلنه لوړوالی راغلی دی. په دې حساب، په ۲۰۱۴م کال کې په عمومي توګه د ټولو قانون جوړونکو ادارو ۲۲ اعشاریه ۱ سلنه برخه ښځې وې.
مخکښ هېوادونه
د بین الپارلمانی اتحادېې د نوې فهرست له مخې، دا وخت د روانډا پارلمان تر ټولو ډېرې ښځې استازې لري. د شرقي افریقا دغه هېواد د پارلمان ۶۱ سلنه غړي ښځې دي.
کیوبا، نيکاراګوا او مکسیکو هم هغه هېوادونه دي چې په پارلمانونو کې ېې د نارينه وو په پرتله د ښځېنه قانون جوړونکو شمېر لوړ دی. متحده عربي اماراتو او د آرام سمندر جزیره هېواد انډورا هم د جندر له لحاظه مساوات ترلاسه کړي دي.
عمان، یمن او د آرام سمندر جزيره ېې هېواد، تووالو، بيا په خپلو پارلمانونو کې هېڅ ښځه نه لري.
د آي پي یو په تحقیق کې د هغو هېوادونه چې دوه ګونې مجلسونه لري، د آي پي يو په تحقیق کې ېې د ولسي جرګې پر برخه تمرکز شوی چې استازي ورته د خلکو د رایو په نتجه کې بریالي کیږي.
لاندې برخه پيشنهادي ده
په افغانستان کې بیاپارلمان چې ښځېنه غړې ېې هم درلودې، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د پخواني حکومت تر ړنګېدو او د اوسنيو حاکمانو په راتلو، لغوه شو. د افغانستان وروستی پارلمان په ۲۰۰۱م کال په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د رامنځ ته شوي نظام په لومړیو کې ایجاد شو.
(Reuters,dpa)ص ز/ج (اردو)/م.ک.ص./ن.ز.
له آرشيف څخه: