د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د نوي کال جشن
د نړۍ ځيني هيوادونه نوی عيسوي کال پر بحرانونو او په منځني ختيځ او اوکراين کې له جګړو پرته، د ښه وخت په هيله لمانځي. دلته په څو هېوادونو کې د نوي کال د شپې د لمانځنو انځورونه کتلی شئ:
نيويارک کې نوي کال ته هرکلی
د نیويارک په ټايمز سکيور يا څلولاري کې په لسونو زرو کسانو نوي کال ته هرکلی ووايه. د کنفيټي يا رنګه کاغدونو د رالوېدو په ترڅ کې خلکو يو بل ته د نوي کال مبارکي وويله.
په ټايمز سکیور کې د نوي کال جشن
په زرنو کسان په نيويارک کې د کنفيتي د ځلا لرونکي کاغذونو د پاشل کيدو کلنۍ نندارې ته راټول شوي ول. ولسمشر جو بايدن د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې تمه لري لمانځوونکي دا درک کړي چې «موږ د نړۍ د بل هر يوه هېواد په پرتله په ښه دريځ کې يو څو د نړۍ مشري وکړو.» د نيويارک ښاروال اريک ادمز وويل چې ښار ته یې «هيڅ ځانګړی ګواښ متوجې نه دی.»
په برلين کې نوي کال ته د شيبو شمېرل
د آلمان د پلازمينې برلين په براندنبورګر تور يا براندنبورګ دروازه کې په زرونو کسانو د نوي کال هرکلی وکړ. په برلين کې چېرې چې تېر کال د نوي کال په شپه د تاوتريخوالي پېښې او ګډوډي رامنځته شوې وه، تر ۴۵۰۰ ډېر پولیس په دنده ګمارل شوي ول. سږ کال هم د يو شمیر پېښو خبرونه ورکړل شوي دي.
د پاريس نوی کال
د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې سږ کال هم د تل په څېر نوی کال په اورلوبو ولمانځل شو. د شانزلي زی په ستره او ښکلې جاده کې چې په رڼاګانو سينګار شوې وه، ډېرو خلکو په ګډه نوي کال ته هرکلی ووايه.
په مسکو کې نوي کال خاموشه لمانځنې
مسکو د تېر کال په څېر سږ کال هم په اوکراين کې د روسیې د جګړې او د کورنيو مصارفو د لوړيدو له کبله نوی کال په خاموشۍ سره ولمانځه. سږ کال هم د مسکو په سره ميدان کې هيڅ اورلوبه ونه شوه او د خلکو لویې راټوليدنې هم ترسترګو نه شوې.
استانبول
په ترکيه کې هم د ستر ښار استانبول د تقيسیم ميدان هغه ځای وو چې خلک ورته له دوستانو او کورنۍ له غړيو سره د نوي کال د لمانځنې په موخه ورغلي ول.
د برج خليفه د اورلوبې او لایزر ننداره
د نړۍ د تر ټولو هسکي ودانۍ يعني د دوبي د برج خليفه په شا او خوا کې ډېر زيات کسان راټول شوي ول څو ۲۰۲۴م کال د پېل د بې ساري سترې نندارې شاهدان وواسي. برج خليفه کې د اورلوبو او لايزر ګډه ننداره ترسره شوه.
په هند کې د نوي کال لمانځل
د هند په کلکته، نوي ډهلي او بنګلور ښارونو کې په زرونو کسانو د نوي کال په سترو غونډو کې ګډون وکړ. پر دې سربيره په ممبی ښار کې د نوي کال جشن پرته له کومه خنډ او پېښې ترسره شو.
د تاېلند د چاو پهيارا سیند د اورلوبو مرکز وو
د تاېلند په پلازمينه بنکاک کې د نوي کال د جشن تمرکز پر جاو پهيارا سيند وو چې اوبه یې رڼاګانې منعکسوي او په دې توګه يوه ښکلې فضا رامنځته کيږي. تاېلند چې بودايي جنتري تعقيبوي، ۲۵۶۷ کال ته یې هرکلی ووایی. په دې ترتيب د اندونیزيا په پلازمينه جکارتا او د وينتنام په پلازمينه هانوې کې هم د نوي کال لمانځنه ونه شوه.
د اورلوبو پر ځای د لمر ختلو ننداره
ځيني خلک د اور لوبو پر ځای د ۲۰۲۴م کال د لومړۍ ورځې لمر ختلو نندارې ته ليوال ول، لکه دلته د چين په تانتای کې.
په کينيا کې د نوي کال دودیز عبادت
د کينيا په پلازمينه نايروبي کې عبادت کوونکي د نوي کال په شپه د سانت جانز کليسا ته ورغلل.