د نړۍ مهمې جنګي بیړۍ
په اوس وخت کې سمندري ځواکونه د نظامي قوت اصلي ارکان ګڼل کیږي. د الوتکو لیږدونکو بیړیو، سمندري بیړیو او اوبتلونو کیفیت د دغه ځواک قوت ټاکي. کوم هيوادونه له دغو برخه من دي؟ انځورونه او معلومات.
د تاریخ تر ټولو ګراني الوتکي لېږدونکې بیړۍ
"یو اس اس جرالد آر. فورد" پر جوړېدو ۱۳ میلیارده ډالره مصرف شوي چې د امریکا په تاریخ کې ګرانه الوتک لېږدونکې بیړۍ ده. له دغې بیړۍ څخه په عادي شرایطو کې د ورځې ۱۶۰ او په جنګې شرایطو کې بیا ۲۲۰ پروازه ممکن دي. ۹۰ بیلا بیل ډول الوتکې لکه اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په دغه بیړۍ کې ځایږي.
"بېلگورود" اوبتل
دغه ستر روسی اوبتل چې ۱۸۴ متره اوږد او ۳۰ زره ټنه وزن لري، د دوو اتومي راکتورونو په واسطه حرکت کوي. دغه اوبتل تهاجمي نه دی او زیاتره د داسې کښتۍ په توګه عمل کوي چې کیدای شي د کوچنیو اوبتلونو او بې چلونکو اوبتلونو (ډرون اوبتل) د اډې په توګه ترې استفاده وشي. پر دې سربېره له دغه اوبتل څخه د «تورپیدو - پوزیدون» ډرون توغولو له پاره استقاده کیږي.
"یو اس اس زموالت"
یو اس اس زموالت، جنګي بیړۍ چې له رادره هم پټیدای شي ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ زره ټنه وزن لري او په بیلا بیلو هدایت شویو توغندیو سمباله ده. د دغه ګران بیه بیړۍ پر پاسنۍ سطح د څرخي الوتکې د ناستې امکان هم شته.
"دریدنوټ ۲۰۵۰"
د بریتانیا "دریدنوټ ۲۰۵۰" په نوم بیړۍ د جوړیدو په حال کې ده. دغه عصري بیړۍ زیاتره برخې په اتومات ډول کار کوي او یوازې ۵۰ نفره عمله لري. دغه بيړۍ په بې پیلوټه الوتکو یا ډرون هم سمباله ده.
د یاقوت په نوم اوبتل (Saphir)
د یاقوت په نوم اوبتل چې فرانسې جوړ کړی دی د «روبیس» اتومي اوبتلونو په کتار کې یو له کوچینو او په عین وخت کې بشپړ اوبتل شمیرل کیږي.
آرلي برک، جنګي بیړۍ
"آرلي برک" (Arleigh Burke)، له هغو بیړیو شمیرل کیږي چې ښې، طاقت لرونکي او ډيري دي. د دغو کښتيو ۶۴ يې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک په خدمت کي دي. آرلي برک، په ۱۹۹۱م کال کې د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې په خدماتو پېل وکړ او په بیلا بیلو اړخونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
"اف ۱۲۵" کلاس بیړۍ
د بادن ووتنمبمرګ په نوم آلماني بیړۍ چې د "اف ۱۲۵" کلاس بیړۍ هم ورته ویل کیږي ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۷ زره ټنه وزن لري. دغه بیړۍ ۱۲۰ کسه عمله لري.
"آدمیرال گریگورویچ"
د "آدمیرال گریگورویچ" په نوم بیړۍ د روسیې د سمندري ځواک سره تړاو لري. د دې لومړنۍ بیړۍ په ۲۰۱۳م کال کې اوبو ته کښته کړل شوه او د سوریې په جګړه کې ترې هم استفاده وشوه. دغه بیړۍ د روسیې د صادراتي پروګرم یوه برخه هم ده او پر هند یې د پلورولو قرارداد هم لاسلیک شوی دی.
"اټېک" په نوم سمندري اوبتل
د (Attack) کلاس اوبتلونه په نړۍ کې له غښتلو اوبتلونو څخه شمیرل کیږي. آسترالیا په وروستیو کلونو کې له فرانسې څخه د ۳۰ میلیارده یورو په ارزښت ۱۲ اوبتلونه رانیولي دي.
د پخواني شوروي اتحاد د وخت الوتک لیږدونکې بیړۍ
"آدمیرال کوزنيتڅوف" د روسیې یوازنۍ الوتک لیږدونکې بیړۍ ده چې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې جوړه شوې ده. د «سوخو ۳۳»، «میګ ۲۹» او " Ka-52K" څرخې الوتکې د دغه بیړۍ په زړه کې ځای لري. دغه بیړۍ په وروستیو کې په بشپړه توګه له سره ترمیم شوې ده.
یو میلیارد یورویې بیړۍ
د بریتانيا له سمندري ځواک سره تړاو درلودونکي ۴۵، ډوله هرې بیړۍ بیه یو میلیارد یورو ده. د دغې بیړۍ له اساسي ستونزو څخه یوه یې د ماشین خرابیدل دي. د رولز رویس، کارخانې جوړ شوې ګازي توربینونه د ګرمو سیمو له هوا سره ستونزه لري.
د چین الوتکه لیږدونکې سمندري بیړۍ
د "تایپ ۰۰۱ای" په نوم بیړې یوه چینایي بیړۍ ده چې د ۲۰۱۷م کال کې د اپریل په ۲۶مه د چین سمندري ځواک ته ورکړل شوه. دا د "لیائونینگ" په نوم د الوتکې لیږدونکې بیړۍ تر بشپړیدو وروسته د چین دوهمه الوتکې لیږدونکې بیړۍ ده.
د چین د سمندري اوبتلونو نوی نسل
چین اعلان کړی دی چې ژر به د سمندري اوبتلونو نوی نسل سمندرونو ته ولیږدوي. ویل کیږي چې دغه اوبتلونه د کوم غږ پرته، حرکت کوي او ماشینونه یې چې د اوبتلونو په نړۍ کې انقلاب انګیرل کیږي، په وروستیو کې ازمویل شوي دي.