د نړۍ مهم خبرونه
طالبان: په دوحه کې د حکومت په استازیتوب څوک ګډون نه کوي
افغان حکومت په پام کې لري چې یو پلاوی چې پکې حکومتي او همداشان له حکومت څخه د باندې یو شمیر کسان ګډون ولري په قطر کې د سولې په هکله په مشورتي خبرو کې د ګډون له پاره دغه هیواد ته واستوي. خو د دوشنبې په ورځ طالبانو چې تر اوسه پورې له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو اترو ډډه کړې، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې له کابل څخه په دې بحث کې ګډون کوونکي په شخصي توګه په دغه غونډه کې ګډون کوي.
په بادغیس کې د پوځ د محاصرې د ماتولو له پاره عملیات پیل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند ډګروال قیس منګل د دوشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د پوځ ۱۲ سرتیري وژل شوي دي چې په دې ترتیب سره د پوځ د سرتیرو د تلفاتو کچه تر۴۰ تنو لوړه شوې ده. د دفاع وزارت ویاند قیس منګل په خپلو خبرو کې وویل چې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې او د هوايي بریدونو په پایله کې د مخالفینو ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
پاکستان سل تنه هندي زندانیان آزاد کړي دي
د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د مرکزي زندان ویاند معشوق علي د دغه خبر په تائیدولو سره ویلي دي چې یاد هندي زندانیان به د لاهور ښار د واګه په بندر کې هندي چارواکو ته وسپارل شي. په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند محمد فیصل بیا تیره اونۍ ویلي وو چې په مجموعي توګه به ۳۶۰ هندي بندیان چې پکې ۳۵۵ کب نیونکي او پنځه ملکیان شامل دي د پاکستان له زندانونو آزاد کړل شي.
په لیبیا کې د حکومتي ضد ملیشو او پوځ ترمنځ جګړې زور اخیستی
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له لوري د مؤقت اوربند د ټینګولو د هڅو سربیره، د لیبیا د حکومت د ملاتړو ځواکونو او د دې هیواد د غښتلي پوځي قوماندان خلیفه حفتر د پلویانو ترمنځ جګړې زور اخیستی. د تازه معلوماتو له مخې په جګړو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي. ملګري ملتونه بیا وايي چې د جګړو له کبله شاوخوا ۲۲۰۰ تنه بې ځایه شوي دي.
اروپايي اتحادیې پر ایران وضع شوي بندیزونو تمدید کړل
اروپايي ټولنې په ایران کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله پر دغه هیواد باندې خپل بندیزونه د یوه کال له پاره یو ځل بیا تمدید کړل. په دې ترڅ کې ۸۲ کسان او یو سازمان به چې په دغو سرغړونو تورن دي، له دغو بندیزونو اغیزمن شي. په دې ترتیب سره د ۲۰۲۰ م کال تر اپریل میاشتې پورې به د دوی جایدادونه کنګل وي او پر دوی باندې اروپايي ټولنې ته د سفر بندیز وضع شوی دی.