د نړۍ مهم خبرونه
قریشي: د هند له خوا پر پاکستان د یوه بل بريد ویره موجوده ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري کنفرانس کې اندیښنه څرګنده کړه چې د هندوستان له خوا پر پاکستان د یوه بل تجاوز ګواښ موجود دی. قریشي وویل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي د خپلو اندیښنو په اړه خبر کړي دي، څو نړیواله ټولنه د داسې کومې هڅې د مخنيوي په برخه کې خپل رول ولوبوي، ځکه په خبره یې دا ډول هر اقدام کیدای شي د سیمې امنیت او ثبات ته ډیر زیان ورسوي.
په وینزویلا کې د بد اقتصادي وضعیت پر ضد لاریونونه
د اقتصادي کړکېچ او اړتيا وړ توکو د کمښت له کبله په وينزويلا کې يو ځل بيا په لسګونو زره د اپوزيسيون د مشر خوان ګوايدو پلويان کوڅو ته راوتلي دي. په پلازمېنه کاراکاس او نورو ځايونو کې يې د ناندرئيز ولسمشر، نيکولاس مادورو، پر ضد احتجاجونه وکړل. د وينزويلا په لويديځ د مراکايبو په ښار کې له پوليسو سره نښتې هم شوې دي. د اپوزيسيون دوه تنه استازي په موقتي ډول ونيول شول.
په روانډا کې د نسل وژنې یادون وشو
د افريقا په روانډا کې تر ډله يزې وژنې ۲۵ کاله وروسته دغه هېواد د سلګونو زرو مړو ياد تازه کړ. په پلازمېنه کيګالي کې د وير او ماتم مراسم تر سره شول چې د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر ژن کلود يونکر پکې هم ګډون وکړ. د آلمان او بلجيم په پخوانۍ مستعمره روانډا کې د هوتو د ولس غړو په ۱۹۹۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰۰ زره د توتسي لږکۍ غړي او منځلاري هوتو کسان وژلي و.
په لیبیا کې د فایر السراج له لوري د مقاومت ګواښ
پر پلازمېنې ترابلس باندې د ليبيايي جنرال خليفه حفتر تر بريد وروسته، په نړيواله توګه په رسميت پېژندل شوي حکومتي مشر، فاير السراج د مقاومت کولو اعلان کړی دی. تر دې مخکې يې پر خپل سيال جنرال حفتر باندې تور پورې کړی وو چې له سياسي بهير څخه يې سرغړونه کړې ده. په ليبيا کې د کلونو راهيسې ګډوډي حاکمه ده. حفتر يوزاې يو څو ورځې مخکې پر پلازمېنې ترابلس باندې بريدونه پيل کړي و.
په سوډان کې مظاهره چیانو د پوځ اصلي مرکز محاصره کړی
په سوډان کې په زرګونو د حکومت مخالفين په دويمه پر له پسې ورځ د پوځ اصلي مقر محاصره کړی دی. د ولسمشر عمر البشر پر ضد تر احتجاجي مارش وروسته مظاهره چيان په پلازمېنه خرطوم کې د ساختمانونو د يوې مجموعې په مخکې کې پاتې شول. په فبرورۍ مياشت کې بشير بېړنی حالت اعلان کړی او د راټولېدو حق یې محدود کړی وو، څو دغه اعتراضونه غلي کړي.