د نړۍ مهم خبرونه
د مدیترانې په سمندر کې د اروپايي ټولنې د ژغورنې د ماموریت پای
د ۲۰۱۵م کال راهیسې اروپايي ټولنې د مدیترانې په سمندر کې د کابو د ۳۷۰ زره مهاجرینو د ژغورنې په لړۍ کې برخه اخیستې ده. دد اروپايي ټولنې کمیسار افرامپولوس په خپل هغه رپوټ کې ویلي چې د مدیترانې په سمندر کې د مهاجرینو په ژغورلو کې غیر دولتي سازمانونو هم ډیر مهم نقش لوبولی. اروپايي ټولنې ۴ ورځې وړاندې د لیبیا په سواحلو کې د ژغورنې عملیات ودرول او نور په اوبو کې ډوبیدونکي مهاجرین نه شي ژغورلی.
اوکراینیان نوی ولسمشر ټاکي
د څارونکو له نظره، اوکرایني کمیډي څیره ولادیمیر زیلیونسکي چې یوازې یوه میاشت وړاندې یې د سیاست ډګر ته را دانګلي دي، په دې ټاکنو کې ښه چانس لري. د اوکراین اوسنی ولسمشر پترو پوروشنکو او د دې هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره یولیا تیموشنکو هم په دې ټاکنو کې د بري پر چانسونو حساب کوي. په ۲۰۱۴م کال کې وروسته له هغې چې پوروشنکو د اوکراین حکومتي واګې په لاس کې واخیستې، نوموړي د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی دی.
اسرائیلو د غزې پر پوله د تګ راتګ لار بیرته پرانیستلې
د وروستیو اعتراضونو سربیره، اسرائیلو یو ځل بیا د غزې په تراډه کې د تګ راتګ لار پرانیستلې ده. دغه لار د فلسطینیانو له لوري تر توغنديزو بریدونو وروسته تړل شوې وه. د یکشنبې په ورځ فلسطینیانو یو ځل بیا د اسرائیلو پر سیمو توغندي توغولي دي. د رسنیو د رپوټونو په حواله د جمعې ورځې راهیسې د اسرائیلي پوځ او د فلسطیني اعتراض کوونکو د شخړو په پایله کې څلور تنه وژل شوي او په سلهاوو نور بیا ټپیان دي.
امریکا د لاتینې امریکا پر دریو هیوادونو خپلې انکشافي مرستې درولي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر دغو هیوادونو تور پورې کړی چې د مهاجرت پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اقدامات نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په امر السلوادور، ګواتیمالا او هندوراس هیوادونو ته د امریکا د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو پرمختیايي بودیجه پای ته رسیږي. نوموړي په دې برخه کې د پیسو د اندازې یادونه ونه کړه.
په سلواکیا کې یوه میرمن د دې هیواد مشري په لاس کې اخلي
زوزانا کاپوتوفا لومړنۍ ښځه ده چې ډیر ژر به د سلواکيا هيواد په راس کې قرار ونيسي. دغه ۴۵ کلنه ښځه چې وکيله، د چاپيريال او مدني چارو فعاله ده، د سلواکيا د ولسمشريزو ټاکنو په دوهم پړاو کې وتوانيده چې له خپل سيال ماروس سفکوويچ څخه د شاوخوا ۶۰ سلنې رايو په ترلاسه کولو مخته شي. سفکوويچ د حاکم سوسيال ګوند له خوا ولسمشرۍ ته نوماند و.