د نړۍ مهم خبرونه
د نړۍ مهم خبرونه
په افغانستان کي امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله
افغان چارواکي وايي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په بريدونو کي۳۴ امنيتي ځواکونه او دوه ملکيان د طالبانو په بريدونو کي وژل شوي دي.
په لغمان کې د طالبانو بریدونو ملکيان وژلي دي
له لغمان څخه رارسیدلي خبرونه وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو د یوه راکټي برید په پایله کې دوه ملکیان وژل شوي دي او اته نور ټپیان دي.
ترکیې له روسیې څخه د توغندیو پر رانیولو ټینګار کړی
د امریکا پر فشارونو سربیره، ترکیې له روسیې څخه د اس ۴۰۰ ډوله توغندیو رانیولو پر پروګرام ټینګار کړی دی.د ترکیې په ساحلي ښار انتالیا کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لیدنې پرمهال وویل چې موږ له روسیې سره یو تړون لاسلیک کړی او هغه معتبر دی. اوغلو وویل: «کله چې ترکیه د یوه بل هیواد له لوري تر فشار لاندې راوستل شي، دغه څه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.»
په الجزایر کې د ولسمشر د ګوښه کیدو اعتراضونه ادامه لري
په الجزایر کې د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه او د سیاسي مشرتابه پر ضد د سرتاسري اعتراضونو په ادامه نن د جمعې په ورځ هم په زرهاوو الجزایریانو د دې هیواد په پلازمینه او نورو ښارونو کې اعتراض وکړ. اعتراض کوونکي د ولسمشر د ګوښه کیدو او همدا راز په دې هیواد کې د یوه نوي سیاسي سیستم د جوړولو غوښتنه کوي. دا په پرلپسې توګه شپږمه جمعه ده چې په الجزایر کې د بوتفلیقه پر ضد اعتراضونه ادامه لري.
نړیوالو څارونکو د مالي تفتیش په برخه کې پر پاکستان انتقادونه کړي
د نړیوالو څارونکو تر شدیدو انتقادونو وروسته، د پاکستان دوو لوړ پوړو چارواکو د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې د آلمان خبري آژانس ته وویل چې اوسمهال پاکستان په پام کې لري چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې په شدت سره اقدامات عملي کړي. پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې د مالي اقدام د کاري ډلې یا ایف. اې. ټي. ایف له لوري د پیسو سپینولو او د ترهګرو د مالي ملاتړ له کبله په خړ ليست کې شامل کړل شوی وو.