د نړۍ مهم خبرونه
په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتیدو موده وغځول شوه
د پاکستان د معلوماتو وزیر چوهدري فواد حسین د پنجشنبې په ورځ ځايي رسنیو ته وویل چې فدرالي کابینې پریکړه کړې ده چې په هیواد کې د افغان مهاجرو د پاتیدو نیټه د ۲۰۱۹م کال تر جون میاشتې پورې وغځوي. حسین له رسنیو سره د خبرو پرمهال همدا راز وویل چې حکومت غواړي داځل د ټاکل شوې نیټې تر پای ته رسیدو وړاندي د [افغان] مهاجرو په تړاو هر اړخیزه پالیسي جوړه کړي.
د هالنډ پولیسو د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې
د هالند پولیسو خبر ورکړی چې ۷ تنه داسې کسان يې نیولي چې شک کیږي په هالند کې یې پر یو لړ مراسمو باندې ستر برید پلان کړی وو. د پنجشنبې په ورځ د هالند پولیسو وویل چې دوی د ۷ سخت دریځو ترهګرو په نیولو سره د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولی ده. پولیسو همدا راز زیاته کړې چي دغه کسان په ټول هالند کې د څو چاپو پرمهال نیول شوي دي.
د ترکیې ولسمشر آلمان ته رسیدلی دی
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر په پلازمینه برلین کې په بلوو قصر کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته هرکلی ووایه. آلمان ته د اردوغان رسمي سفر د شدیدو امنیتي تدابیرو په نیولو سره پیل شوی دی. تر دې وړاندې آلمان څو ځله پر اردوغان د نوموړي د سیاستونو په هکله انتقادونه کړي وو. ټاکل شوي چې د آلمان له ولسمشر شتاین مایر سره تر ملاقات وروسته، اردوغان له صدراعظمې انګلامیرکل سره هم ملاقات وکړي
په آلمان کې د بې کارۍ کچه ټیټه شوې ده
په آلمان کې د سپتمبر میاشتې په را رسیدو سره د بې روزګاره کسانو شمیر ۲ اعشاریه ۲۶ میلیونو کسانو ته راټیټ شوی دی. په دې ترتیب سره له ۱۹۹۱م کال وروسته دا په آلمان کي د بې روزګارۍ تر ټولو ټیټ شمیر دی. د آلمان په نورنبرګ ښار کې د کار د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، د تیرې میاشتې په پرتله د بیکاره کسانو په شمیر کې د ۹۴ زره بې روزګارانو کموالی راغلی دی.
د اروپايي ټولنې کمیسار د ایټالیا د بودیجي پر وړاندیز سخت انتقاد کړی
د اروپايي ټولنې مالي کمیسار پي يېر مسکویویچي د راتلونکي کال له پاره د ایټالیا د حکومت پر وړاندیز شوې بودیجې سخت انتقاد وکړ. دغه فرانسوي په یوه مرکه کې ویلي چې د ایټالیا ملي پور له وړاندې لا د دغه هيواد د اقتصادي تولید په پرتله ۱۳۲ سلنه دی او دغه څه یوه چاودنې ته ورته دی. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه د اقتصادي توليد په پرتله یوازې ۶۰ سلنه پور ته اجازه ورکوي.
پارلمان کانادا شهروندی افتخاری سان سوچی را سلب کرد
پارلمان کانادا شهروندی افتخاری آونگ سان سوچی رئیس دولت میانمار را که چند سال پیش به او اهدا شده بود، سلب کرد. اعضای پارلمان کانادا روز پنج شنبه به اتفاق آراء در این رابطه رای دادند. علت این اقدام این است که سان سو سوچی در برابر کشتار اقلیت روهینگیا در میانمار کاری نکرده است. شهروندی افتخاری کانادا در سال ۲۰۰۷ به سوچی، دارنده جایزه صلح نوبل به دلیل نقش او در تغییرات دموکراتیک در میانمار اعطاء شد.