د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نايجريايانو د پناه غوښتنې زياتې شوې دي
د رسنيو د يو خبر په حواله په آلمان کي د نايجريايانو له خوا د پناه غوښتنې ډېرې زياتې شوې دي. د فونکه د مطبوعاتي ګروپ ورځپاڼې خبر ورکوي چې د جنورۍ تر مارچ مياشتو پورې څه باندې ۳۹۰۰ نايجريايانو په آلمان کې د پناه غوښتنې کړې دي. په دسمبر کې دغه شمېر د خپرو شوو معلوماتو په اساس ۵۵۰ ته رسېد.
ليبيا: په لسو ورځو کې ۱۲۱ تنه وژل شوي
د ليبيا د پلازمېنې طرابلس په سر په جنګونو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲۱ تنه وژل شوي دي. څه باندې ۵۶۰ تنه د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله د دغو نښتو د پيل راهيسې ټپيان شوي هم دي. دغه سازمان پر ژغورونکو کسانو او د هغوی پر موټرو باندې بريدونه وغندل. د روغتيا نړيوال سازمان اعلان هم کړی دی چې ليبيا ته طبي مرستې او نور کارکوونکي هم ولېږي.
آستراليا کې د بشردوستانه مهاجرتي سياست په پلويتوب مظاهره
په زرګونو انسانانو په آستراليا کې د حکومت له خوا د لا سخت مهاجرتي سياست پر ضد لاريون وکړ. مظاهره چيانو غوښتنه کوله چې پناه غوښتونکي دې نور د پاسيفيک په ناورو نومي هېواد او د پاپوا نيو ګيني د مانوس په ټاپو کې نه بنديان کيږي. آستراليا د دغه کار له کبله له کلونو راهيسې له انتقادونو سره مخامخ ده. د حکومت د څرګندونو په حواله په دغسې کمپونو کې اوسمهال ۹۱۵ کسان ځای پر ځای شوي دي.
په فنلنډ کې پارلماني انتخابات کيږي
په فنلنډ کې نن نوی پارلمان ټاکل کيږي. داسې ښايي چې د انتي رينې تر مشرۍ لاندې سوسيال دموکرات ګوند د انتخاباتو د ګټلو ښه چانس لري. د «فنلنډيانو» په نوم د مهاجرت ضد او ښي اړخی عوام پال ګوند ښايي تقريبا ۱۶ سلنه رايې يوسي او دويم لوی سياسي ځواک جوړ شي. د اروپايي اتحاديې په دغه هېواد کې د پارلمان ۲۰۰ چوکۍ له سره تقسيميږي. داسې ښايي چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د ماښام په موده کې اعلان شي.
په البانيا کې د حکومت ضد له تاوتريخوالي ډکې نښتې شوې دي
د البانيا د حکومت ضد په پلازمېنه تيرانا کې د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ له تاوتريخوالي ډکې نښتې شوې دي. په دغه پېښه کې ډېر شمېر کسان ټپيان شوي دي. پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز او کوتکونو څخه کار واخيست، کله چې مظاهره چيانو هڅه کوله چې پارلمان ته ورداخل شي. په دې وخت له ودانۍ مخکې ولاړ يوه موټر ته هم اور ورته شو. په زرګونو کسانو په دغه احتجاج کې د لومړي وزير، ايدي راما، استعفا وغوښتله.