د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په کابل کې يو امريکايي عسکر ووژل شو
په کابل کې د متحده آيالاتو د وسله والو ځواکونو يو غړی وژل شوی او يو بل تن ژوبل شو کله چې يو احتمالي داخلي بريد ورباندې وشو. دغه خبره د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموريت کړې ده. دغه پېښه يوه بله داخلي حمله ګڼل کيږي چې د افغاني ځواکونو غړي پکې د متحده آيالاتو يا د ناټو د تړون پر نورو مشاورينو باندې بريد کوي. يوه مياشت تر مخه د هرات په ولايت کې يو چکي عسکر وژل شوی وو.
د مسکو د غونډې نېټه اعلان شوه
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په نهمه نېټه د افغانستان په هکله د يوه نړيوال کنفرانس د جوړولو اعلان کړی دی چې ښايي وسله وال طالبان به پکې هم ګډون وکړي. مسکو دا هم ويلي دي چې افغان ولسمشر غني او همداراز په قطر کې د طالبانو دفتر د دغې غونډې له پاره پلاوي ګمارلي دي. د دغسې يوې غونډې د رابللو هڅه په اګست مياشت کې د افغان حکومت له خوا د اعتراض له کبله ناکامه شوې وه.
غني غواړي چې بيا ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي چې د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو ځان نوماند کړي. د هغه وياند شاه حسين مرتضوي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي: «زه تائيدولی شم چې ولسمشر غني به په راتلونکي کال کې د بيا ټاکل کېدو کوښښ وکړي.» دا چې د راتلونکي کال د اپريل په ۲۰مه نور کوم کسان ورسره سيالي کوي، لا څرګنده نه ده. ممکن کانديدان اجرائيه رئيس عبدالله او د ملي امنيت پخوانی سلاکار حنيف اتمر بلل کيږي.
اردوغان د رياض پر تر ټولو لوړو پوړونو تورونه ولګول
د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د سعودي پر حکومت باندې د ژورناليست، جمال خاشقجي، د وژنې تور ولګاوه. اردوغان د «واشنګټن پوست» ورځپاڼې له پاره په يوه تبصره کې وليکل چې د خاشقجي د وژنې امر د سعودي عربستان د حکومت له «تر ټولو لوړې سطحې» څخه شوی وو. اردوغان دا هم وويل چې په دغه قضيه کې لا مهم سوالونه ځواب شوي نه دي، مثلا دا چې د وژل شوي ژورناليست پر مړي باندې څه شوي دي.
د قبطي زايرينو پر بس بريد مرګژوبله اړولې
د مصر په الِمنيا ولايت کې د پلازمېنې قاهرې په جنوب کې نامعلومو کسانو د قبطي زايرينو پر سرويس باندې ډزې کړي او څو تنه يې وژلي دي. پوليسو له اوو مړو او ډېرو ټپيانو څخه خبرې کولې. د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې ډلې د بريد مسئوليت اخيستی دی. تقريبا يو نيم کال پخوا هم بريدکوونکو په عين سيمه کې د قبطي زايرينو پر يوه بس باندې بريد کړی وو. هغه وخت ۲۹ تنه وژل شوي ول.
اوباما پر ترمپ د پارونې تور پورې کړ
د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر اوسني ولسمشر ترمپ او پر جمهوري پال ګوند باندې تور لګولی دی چې په انتخاباتي مبارزه کې له کډوالو څخه وېرې ته لمن وهي. اوباما چې په دموکرات ګوند پورې تعلق لري، وويل: «هغوی تاسو ته کيسه کوي چې د غريبو کډوالو يوه ډله چې زر مايله لرې ده، امريکا ته يو بنيادي ګواښ تشکيلوي.» اوباما دا هم اضافه کړه چې دا يوه «سياسي ننداره» ده چې ترمپ د مکسيکو سرحد ته سرتېري استولي.
په پاکستان کې اسلامپالو مظاهرې درولې دي
تندلارو اسلامپالو په پاکستان کې د سړک په سر د خپلو درو ورځنيو احتجاجونو پای اعلان کړی دی. د تحريک لبيک د اسلامپال ګوند يوه وياند وويل چې له حکومت سره په دغې خبرې باندې توافق شوی دی. د احتجاجونو انګيزه په ۲۰۱۰ کال کې د عيسوۍ، آسيه بي بي، په وړاندې مقدساتو ته د توهين په تور د اعدام د حکم لغوه کېدل وو. د پاکستان سترې محکمې په دغه قضيه کې چې نړيواله توجه ورته اوښتې وه، شوی حکم بېرته اخيستی وو.