د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
سعودي د خاشقجي د قضيې شکمن کسان ترکيې ته نه سپاري
سعودي عربستان نه غواړي چې د وژل شوي ژورناليست جمال خاشقجي، په قضيه کې نيول شوي شکمن کسان ترکيې ته وسپاري. د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير، وويل چې دغه کسان د سعودي عربستان اتباع دي چې او په همدې هیواد کې بنديان دي. نوموړي ټينګار وکړ چې د دغو کسانو پر وړاندې هلته پلټنې روانې دي او هلته به يې جزايي تعقيب هم دوام ولري.په ورته وخت کې انقرې هم د هغو ۱۸ شکمنو کسانو ورتسليمېدل غوښتي دي.
د اسرائيليانو او فلسطينيانو تر منځ تازه تاوتريخوالی
وروسته له هغه چې څلور تنه فلسطينيان د غزې له تراډې سره پر پولې د تاوتريخجنو احتجاجونو په ترڅ کې ووژل شول، د فلسطينيانو له سيمې څخه ډېر شمېر توغندي پر سرائيل باندې توغول شوي دي. د اسرائيلي رسنيو په حواله څو تنو له دې کبله شوک یا ټکان لیدلی دی. د توغنديو په ځواب کې اسرائيلي چورلکو د پوځ په حواله د غزې په تراډه کې د تندلارې حماس ډلې پر مورچلو باندې بريدونه کړي دي.
د فيسبوک نور ايراني اکاونټونه تړل شوي
د نومبر په شپږمه د متحده ايالاتو د کانګرس تر منځنيو انتخاباتو مخکې فيسبوک نور جعلي د کاروونکو اکاونټونه تړلي دي. د سايبري امنيت مسئول ناتانيل ګلايشر، وويل چې هغه ۸۲ صفحې، ګروپونه او اګاونټونه له ايران څخه دي. هغه په فيسبوک او اينستاګرام کې له څه باندې يو ميليون کاروونکو څخه په متحده ايالاتو او لويه بريتانيا کې تعقيب شوي دي. چلونکو يې ادعا کړې وه چې په همدغو ځايونو کې ګويا مېشت دي.
د خطي بمونو په قضيه کې شکمن کس ونيول شو
د متحده ايالاتو چارواکي وايي چې د خطي بمونو استونکی يې نيولی دی. د «اف بي آی» مشر کريستوفر ورای په واشنګټن کې تائيد کړه چې نيول شوی کس سېزار اس. نوميږي چې نوم يې تر مخه لا د امريکا په رسنيو کې هم خپور شوی وو. د دغه شکمن کس او د هغه د اعمالو د ممکنې انګيزې په هکله البته د «اف بي آی» مشر او همداراز لوی څارنوال جېف سېشنس، څه ونه ويل.
سنېګال، مراکش او اتيوپيا د آلمان نوي پرمختیایي همکاران شول
د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي چارو وزارت په افريقا کې درې نوي همکار هېوادونه ځان ته ټاکلي دي. د سه شنبې په ورځ په برلين کې د افريقا په هکله سرمشريزه کې به ښايي اتيوپيا، مراکش او سېنګال ته د اصلاحاتو په برخه کې د همکارۍ وړانديز وشي. دغه خبره د پرمختيايي چارو وزير ګېرد مولر، د «شپيګل» مجلې ته وکړه. د اصلاحاتي همکارۍ د آلمان د اقتصاد د وزارت د ستراتيژۍ يوه برخه ده.
په سريلنکا کې د واک ناڅاپي لېږد
د سريلنکا ولسمشر مايتري پالا سيري سېنا، صدراعظم رانيل ويکرېمې سينګهې، ګوښه کړی دی. د ځای ناستي په توګه يې ناندرئيز پخوانی ولسمشر ممايندا راجاپکسا، ټاکلی دی چې لوړه يې هم کړې ده. ګوښه شوي ويکرېمې سينګهې وويل چې د سريلنکا د صدراعظم په توګه خپل کار ته به دوام ورکړي او محکمې ته به هم د ګوښه کېدو له کبله مراجعه وکړي. تر دې لږ مخکې د ولسمشر سيري سېنا ګوند له ائيتلافي حکومت څخه د وتلو ګواښ کړی وو.